سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهروسیې په افغانستان کې د دایمي ثبات ملاتړ کړی

روسیې په افغانستان کې د دایمي ثبات ملاتړ کړی

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  په کابل کې د چین، روسیې او ځینو نورو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب په کابل کې د روسیې له سفیر دیتمري ژیرنوف سره په افغان سوله خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې دیتمري ژیرنوف ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات ملاتړي دي او دغه هېواد ته به د سولې په راوستو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د افغانستان سوله ټولې سیمې ته سوله او ثبات راوستلی شي.

سرچینه وایي، هغه ژمنه کړې چې د سولې په اړه به د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي، چې بل لورته بیا امریکا تازه ویلي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه هېڅ راز ضمانت نه شي ورکولی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان زیاته کړې امریکا له افغانستان سره پوره همکاري کړې ده او لا به هم د افغان پوځ او افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

هغه ویلي، د دوی له وتلو وروسته نور د افغانانو مسوولیت دی چې خپل هېواد وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب