Home+آی پي اېل: نن ماښام چینای له راجستان سره لوبېږي

آی پي اېل: نن ماښام چینای له راجستان سره لوبېږي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰) د هند سوداګریزو لوبو په لړ کې نن ماښام د چینای سوپرکېنګز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې پيلېږي.

له دې وړاندې د آي پي اېل ١١مه لوبه د پنجاب کېنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډهلي کاپيټلز لوبډلې په کې بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې لومړی پنجاب کېنګز لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې یې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې.

ماينک اګروال ٦٩، لوکيش راهول ٦١ او ديپک هوډا ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ۱۹ ام اور کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

شيکر دهون په ٤٩ توپونو ٩٢ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...