جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: امریکایان دې ژر ووځي، افغان ځواکونه خپله خاوره ساتلی شي

ولسي جرګه: امریکایان دې ژر ووځي، افغان ځواکونه خپله خاوره ساتلی شي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰) د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د بشري ناورین سبب شوی او څومره ژر چې له دې ځایه ووځي د هېواد په ګټه ده.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې د امریکایي ځواکونو په راتګ سره نه یوازې ترهګري ختمه نه شوه، بلکې لا ډېره شوه او د نشه يي توکو په قاچاق کې ډېروالی راغی.

د ولسي جرګې د غړو په خبره، څومره چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي دومره دلته د ناورین او جګړو سبب کېږي.

دوی وایي، افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري له همدې امله نور د ناټو او امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده.

د ولسي جرګې غړو پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

دوی وایي، طالبان دې د خبرو له لارې روان ناورین پای ته ورسوي او ټاکنو کې دې برخه واخلي.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال دا غبرګون ښيي، چې تازه سپينې ماڼۍ ویلي، له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هېواد د برخلیک تضمین نه شي کولای.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا له سختو حالاتو سره مخ دی خو وایي، امریکا غواړي ورسره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دوی هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلېدو ته پرېنږدي.

جېک سولېوان زیاته کړې: «زه هېڅ داسې تضمین نه شم کولی چې په افغانستان کې دننه به څه پېښ شي. هېڅ څوک دا تضمین نه شي کولی. امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او قابلیتونو، د هغو ځواکونو ته د تعلیم او وسلو، مرستې وکړي.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغانستان راتلونکې هیڅوک تضمینولی نه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب