دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمیسیون د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

بشري حقونو کمیسیون د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰)  د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

یاد کمیسیون وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو په چاودنو، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو او هدفي بریدونو کې ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا وژل شویو کې ۴ ښځې او ۸ ماشومانو او دغه راز په ټپيانو کې ۴ ښځې او ۱۷ ماشومان شامل دي.

یاد کمیسیون د ملکي تلفانو پړه پر طالبانو او ناڅرګندو وسله والو اچولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه راز د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند غوښتنه هم کړې ده.

یاد کميسیون داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې تازه د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم  د هېواد په ځینو ولسوالیو کې د جګړو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، د غزني او کندهار په ځینو ولسوالیو کې د جګړو د شدت له امله سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړي همدا راز پر مرستندویه اداراتو په تېره د کډوالو چارو وزارت او نورو اړوندو اداراتو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له بېځایه شوو وګړو سره اړینې مرستې وکړي.

هغه خبرداری ورکړ، که وضعیت همداسې روان وي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي او عام خلک به له بېلا بېلو اړخونو زیانمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب