پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهمک‌ ماسټر ؛ د بایډن پرېکړه به افغانستان کې ناورین رامنځته کړي

مک‌ ماسټر ؛ د بایډن پرېکړه به افغانستان کې ناورین رامنځته کړي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰) د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مک‌ ماسټر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بشپړه توګه غلطه پرېکړه بللې ده.

نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په اړه به د ولسمشر بایډن پرېکړه یو بشپړ ناورین ته لار هواره کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، طالبان په دې هڅه کې دي چې یو ځل بیا خپل امارت د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي.

مک ماسټر ټینګار کړی، چې د جو بایډن وروستۍ پرېکړه به یو ځل بیا دغه هېواد افغان ولس لپاره په دوزخ بدل کړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تازه امریکا وايي د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه هېڅ راز ضمانت نه شي ورکولی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په خپله یوه مرکه کې ویلي د سرتېرو تر ایستلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او راتلونکي وضعیت په اړه هېڅ تضمین نه دی موجود او دا ضمانت هېڅوک نه شي کولی چې هلته به څه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او ناټو پرېکړه کړې،چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب