زبیر افغان
په پنځمه هجري کې د خندق تر غزا وروسته د بني قریظه لویه غزا پېښه شوې ده چې په اړه يې د اسلام تاریخ مورخین د جګړې له میدانه بیا د قربانیانو تر شمېره په ټولو ځایونو کې د نظر ښه ژور اختلافات سره لري.
تر دې وړاندې چې د جنګ او قربانیانو په اړه يې بحث وکړو، لومړی باید د جنګ په اړه د اسلام ځینې اصول واضح کړو او بیا د دې جګړې په اړه په قران کریم کې نازل شوي ایاتونه تر نظر تېر کړو چې د جنګ د میدان او وژل شویو کسانو په اړه له تاریخي کتابونو هاخوا یو نوی او بېل انځور راکوي.
قران کریم د جنګي بندیانو په اړه وايي:
{فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا} [محمد: 4]
ژباړه: که له کافرانو سره مخ شوئ، نو د غاړو وهل دي تر هغو چې پر بریالي شئ، نو یې ټینګ وتړئ تر دې وروسته يې یا د احسان له مخې خوشي کړئ یا يې هم په فدیه کې، تر هغو چې جنګ ارامېږي.
د جنګ په میدان کې نیول شویو کسانو په اړه حکم دادی چې که مو په جګړه کې بندي کړل نو پرېکړه يې یا فدیه ده یا هم احسانن خوشي کول، نه دا چې سر به ترې پرېکوئ او یا به يې غلامان جوړوئ.
دا هغه کسان دي چې په جنګ کې نیول کېږي، له دې هاخوا ښځې، بوډاګان، ماشومان او له جګړې ګوښه شوي کسانو په دې برخه کې له لویه سره داخل نه دي او بله لا دا چې رسول اللهﷺ يې په اړه د اذیت نه ور کولو لارښوونې کړې دي چې د حدیثو له کتابونو واخله، د تفسیر، سیرت او فقهې کتابونه په دې ارشاداتو ډک دي، دلته يې نه راوړم.
رسول اللهﷺ نه جنګ غوښتی او د تر وسه يې د جنګ له کولو او انسان وژنې مخ اړاوه:
{كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ } [المائدة: 64]
ژباړه: هر کله چې دوی د جنګ اور بل کړی، الله هغه اور مړ کړی دی.
دا خبرې نه یوازې دا چې صرف په خوله شوې دي، یا هم په کتاب کې د قانون په ډول راغلې دي خو عملي بڼه يې نه شته، بلکې رسول اللهﷺ لومړی خپله د دې عملي نمونه موږ ته وړاندې کړې ده:
{وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا} [الفتح: 24]
ژباړه: او الله هغه ذات دی چې د دوی لاسونه يې له تاسو او ستاسو لاسونه يې د مکې په زړه کې تر هغه وروسته له دوی رابند کړل چې تاسو يې پرې بریالي کړئ او الله تعالی ستاسو د اعمالو لیدونکی دی.
په دې ایت کې د حدیبیې د سولې کیسه ده چې مشرکانو دوه پلا د جنګ پيلولو هڅه وکړه، خو رسول اللهﷺ له دې سره چې مشرکان به يې ژوندي ونیول، بیا به يې هم خوشي کړل او له جنګه يې د ځان ساتنې ټولې هڅې وکړې.
زما له مقدماتي خبرو ښه نه راځي، اما دلته مې د موضوع د ښه تشریح او اړتیا له مخې وکړې، اوس د بني قریظه په اړه د قران کریم څو ایاتونه را اخلم، تر هغه وروسته به پر جنګ او قربانیانو تفصیلي خبرې وکړو:
{وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا (26) وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا } [الأحزاب: 26، 27]
ژباړه: او الله د اهل کتابو هغه کسان چې د دوی مرسته يې کړې وه، له خپلو کلاګانو را وایستل او د دوی په زړونو کې يې وېره واچوله، نو یوه ډله يې تاسو وژل او بله مو اسیران کول، او ده تاسو ته د هغوی ځمکه، سیمې، مالونه او هغه ځمکه هم په میراث در کړه چې تاسو نه یئ پرې ګرزېدلي او الله پر هر شي قادر دی.
د قران کریم دغه ایت د زیاتره تاریخي او حدیثي روایاتو برخلاف له یهودو سره د جنګ او جګړې خبره کوي، قران کریم د وژنې او اسیر نیونې خبره کړې ده، له دې ښکاري چې یهودو له رسول اللهﷺ سره په خپلو کلاګانو کې مقاومت کړی دی او د همدې مقاومت مهال د مسلمانانو هم کسان شهیدان شوي دي او د یهودو هم یو څه کسان مړه دي او تر دې وروسته چې په جنګ کې يې ماته خوړلې پاته کسان يې په اسارت نیول شوي دي.
موږ د جنګي بندیانو په اړه وړاندې وویل چې جنګ کې یوازې دوی نیول کېږي، نو د اسارت په ځای کې يې ښځې، ماشومان او بوډاګان راوړل ناسمه او د قران کریم له لارښوونو سره ټکر خبره ده چې په هيڅ صورت د رسول له شان او رحمت للعالمین له صفت سره نه ښايي. د قران کریم له دې ایاتونو دا روښانه شوه چې تاریخي روایاتو د جنګ د میدان په سم انځورولو کې هم کوتاهي کړې ده او له دلته هم له غفلته کار اخیستل شوی دی، یا هم په لوی لاس دا کار شوی دی چې د یهودو بې غیرتي ثابته کړي چې د جنګ په میدان کې هغوی ونه درېدل او ټول تسلیم شول مګر قران کریم د هغوی بل اړخ ته اشاره کوي.
تر هغه وروسته چې یهودو په جنګ کې خپله ماته حتمي وبلله نو له رسول اللهﷺ سره د سعد بن معاذ رضي الله عنه پر پرېکړه سلا شول، مناسبه ده چې دلته د هغه د فیصلې حدیث هم را واخلم:
فَإِنِّي أَحْكُمُ فِيهِمْ أَنْ تُقْتَلَ الْمُقَاتِلَةُ.
ژباړه: سعد رض وویل: د دوی په اړه زما پرېکړه داده چې جنګیالي دې ووژل شي.
تر دغه ځایه د حدیث برخه د قران کریم د هدایاتو سره بیخي سمون لري، هغه چې وروسته يې د ښځو د بندي کولو خبره را خیستې ده،هغه ناسمه برېښي. مقاتل موږ جګړه مار ته وايي، نو د سعد رض هدف د هغو کسانو وژل دي چې له رسول اللهﷺ دوی سره يې جنګ کړی دی. که جنګ نه وای شوی نو سعد رض ولې مقاتلین نوم ور کاوه؟ ځکه د بني قریظه یهودو تر دې وړاندې له رسول اللهﷺ دوی سره هيڅ ځای هم د جنګ په میدان کې مخامخ جګړه نه وه کړې، نو دلته يې کسانو ولې مقاتلین یاد کړي، هدف د هغو کسانو وژل دي چې له رسول اللهﷺ سره مخامخ وجنګېدل او په دې توګه جنګي مجرمان دي چې د یوه بل قوم د کسانو له وژلو سره يې خیانت هم کړی دی او د تړون ماتوونکي هم دي.
تر دې وروسته دواړو اړخونو پر دې پرېکړه توافق وکړ چې جنګي کسان دې ووژل شي، اوس پوښتنه داده چې رسول اللهﷺ څومره کسان وژلي دي؟ په دې اړه زما د معلوماتو له مخې له ۴۰ څخه واخله تر ۹۰۰ يې هم شمېره رسېدلې ده.
زما په نظر چې د بني قریظه دومره لوی تعداد کسان نه دي وژل شوي؛ په دې اړه ګڼ دلایل وجود لري چې زه به يې دلته په تفصیل ذکر کړم:
۱ـ که دومره لوی شمېر کسانو په دې کلاګانو کې د جنګي کسانو په صفت وجود در لودلای، نو تسلیمي او له جنګه مخ اړول يې په هيڅ صورت نه غوښتل؛ ځکه هغوی پوهېدل چې خیانت مو کړی، تړون مو مات کړی او د یوه متحد خلاف مو د بهرني یرغلګر سره لاس یو کړی دی چې تر دې ور هاخوا يې په جنګ هم لاس پورې کړی، نو سزا يې له وژنې پرته بله هيڅ نه شي کېدلای، نو بیا ولې په دومره لنډ وخت کې تسلیم شول او د دوی په وینا اووه سوه یا هم زیاتو جنګي کسانو له مقاومته لاس واخیست؟ په همدې شمېر اصحابو د احد په جنګ کې ګډون وکړ او لومړی يې د مشرکانو لښکر مات کړ، په جوامع السیره کې ابن جزم پر دې ټینګار کوي چې د خندق په غزا کې هم د مسلمانانو شمېر اووه سوه کسان وو؛ نو که مسلمانانو په اووه سوه کسانو د لس زره لښکر مقابله کوي یا هم لوی شمېر يې درې زره ښودل شوی دی، نو که درې زره د لس زره مقابله کوي، اووه سوه ولې د درې زرو مقابله په داسې حال کې ونه شي کړلای چې په محکمو کلاګانو کې ناست او د میاشتو میاشتو توښه يې هم ذخیره کړې ده؟
۲ـ د سیرت په کتابونو کې راغلي دي چې دغه بندیان يې د بنت الحارث او اسامه زید په کورونو کې بندیان کړل؛ د مدینې د هغه وخت کورونه دومره لوی تعداد کسان څنګه ځایوي؟ په داسې حال کې چې هغه مهال د بخاري شریف د حدیث له مخې چې حتا دوی په کورونو کې تشنابونه هم نه لرل او ښځې به يې په شپه کې د بولو لپاره راوتلې،(بخاري کتاب الوضوء، باب خروج النساء الی البراز، ح: ۱۴۶) نو د صحرا په هغه ژوند کې چې یوې تېزې نارې به د مدینې ټول ښار خبر کړ،(مسلم، کتاب الفضائل، باب في شجاعة النبي…ح: ۲۳۰۷) څنګه امکان لري چې دومره لوی سرای دې وجود ولري چې اووه سوه جنګیالي او د هغوی ښځې و ماشومان دې په بل سرای کې ځای پر ځای شي؟
له اووه سوه جنګیالیو کسانو سره يې که د هر کور په اوسط ډول له څلورو تر پنځو نفرو د کورنۍ غړي هم حساب کړل شي، نو شمېر يې له دوه زره اوچت او تر درو زرو رسېږي، د دوی د خوراک، بیدېدو، تشناب ته د تلو اړتیاوې به يې په مدینه کې څنګه پوره کولې؟ په داسې حال کې چې وړاندې مو وویل د مدینې کورونو تشنابونه نه در لودل او خلک به ان له ښځو سره بهر وتل، دوی به يې څنګه کول؟
۳ـ د روایاتو اختلاف بل هغه ټکی دی چې موږ ته په دې اړه د فکر کولو بلنه راکوي. ولې په دې اړه روایاتو دومره سره مخالف دي چې ان په ځینو کې یوازې اوولس ذکر شوي دي او ځینې بیا تر ۹۰۰ سوه رسوي؟ په داسې حال کې چې د بخاري او مسلم احادیثو کې بیا د شمېر هيڅ یادونه نه ده راغلې، هلته یوازې د هغوی د جنګ او په اړه يې د پرېکړې یادونه شوې ده؛ که دغه روایات په تول پوره وای، حد اقل له مسلم او بخاري به یوه د نمونې په ډول یو حدیث خو ذکر کړی وای؟ له امام زهري په دې اړه یو روایت داسې شوی دی:
ثنا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ صَالِحٍ، حَدَّثَنِي اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ، حَدَّثَنِي عُقَيْلٌ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَا إِلَى بَنِي قُرَيْظَةَ، فَحَاصَرَهُمْ حَتَّى نَزَلُوا عَلَى حُكْمِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ، فَقَضَى بِأَنْ يُقْتَلَ رِجَالُهُمْ … فَقُتِلَ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ أَرْبَعُونَ رَجُلًا. الأموال لابن زنجويه (1/ 299)
ژباړه: ابن شهاب وايي: سهار رسول اللهﷺ بني قریظه ته ورغی، دوی يې محاصره کړل، ان چې د سعد بن معاذ رض په پرېکړه له خپلو کلاګانو راکښته شول، هغه يې په اړه پرېکړه وکړه چې سړي دې ووژل شي… نو په دې ورځ يې ۴۰ کسان ووژل شول.
۴ـ که يې شمېر له څلور سوه تر اووه سوه فرض شي، نو له ښځو او ماشومانو سره راغلي کسان به څومره کېدل؟ خو حد اقل زرګونو کسانو ته يې شمېر رسېده چې د دوی د وړلو لپاره سپرلۍ هم نه وې، نو طبیعي خبره ده چې پياده به يې مدینې ته بیول، ماشومان هم ورسره، ښځې هم او کمزوري کسان هم، ایا د رسول اللهﷺ غوندې هوښیار تجربه کاره مشر سره دا کار مناسب و؟
۵ـ د شک وړ یو ټکی دا هم دی چې رسول اللهﷺ دومره لوی شمېر بندیان او د هغوی کورنۍ د مدینې بازار ته ولې راوستل؟ ایا رسول اللهﷺ نه شوای کولای چې دوی د هغوی له خپلو کلاګانو سره ووژني؟ ایا رسول اللهﷺ نه شوای کولای چې د جنګ لپاره کیندل شوی پنځه کیلو میټره ژور خندق ته دغه مړي واچوي چې د مدینې په بازار کې يې بل خندق ورته کیندی؟ ایا رسول اللهﷺ له دې وېره نه در لوده چې د دومره لوی شمېر کسانو وژل ممکن د مدینې په بازار کې وبا خپره کړي، خلک مریضان شي او د هغوی د وینو له امله دلته د ښار خلکو ته ستونزې ایجاد شي؟د سیرت کتابونه اوس موږ ته دا پوښتنه نه ځوابوي چې دغه دومره لوی خندقونه اوس چېرې دي؟ ولې يې داسې ځای او نښان ورک شول چې تر ننه يې بیا نه د سیرت کتابونو یادونه وکړه او نه د تاریخ؟
۶ـ رسول اللهﷺ په خپلو ټولو غزاګانو او سریو کې پر یوه ځای پوره سل کسان هم نه دي وژلي، نو د سلګونو کسانو وژل خو بیخلي لرې خبره ده. ان د بدر په ستره غزا کې چې رسول اللهﷺ ته د مشرکانو اویا بندیان په لاس ورغلل، نو هم د وژلو پر ځای يې فدیه ترې واخیسته، احسان يې ورسره وکړ او حتا د ماشومانو د زدکړو په عوض يې هم خوشي کړل؛ نو که رسول اللهﷺ په خپلو ټول لس کلن نظامي و عسکري ژوند کې د یوې غزا مهال هم دومره کسان نه دې وژلي، دا نو هم هيڅ امکان نه لري چې د بني قریظه په جګړه کې دې دومره زیات شمېر کسان تر بند وروسته وژلي وي.
۷ـ یو احتمال دا هم پاتېږي چې د بني قریظه او مسلمانانو ترمنځ په جنګ کې دې د هغوی یوه برخه کسان وژل شوي وي او کله چې تسلیم شوي دي بیا دې هغه کسان چې جنګي مجرمین، خاینان او د تړون ماتونکي بلل شوي دي هغوی دې بیا تر نیولو وروسته وژل شوي وي چې شمېر به يې د ابن شهاب د روایت له مخې ۴۰ کسانو ته رسېده یا هم د ابن اسحاق د بل روایت له مخې اوولس(۱۷) ته رسېده. له لویه سره به يې زیات کسان په جنګ کې مړه شوي وي، یو څه يې تر نیولو وروسته د قصاص او خیانت په تور وژل شوي او یوه برخه يې بخښل شوي دي چې د سیرت کتابونو يې یادونه کړې ده.
۸ـ رسول اللهﷺ تر بني قریظه وړاندې د بني قينقاع له قبیلې سره هم جګړه کړې وه، هغوی يې تر تسلیمي وروسته د عبد الله بن ابی ابن سلول د منافقانو د مشر په خبره بخښلي او له سیمې شړلي وو؛ د سیرت کتابونو کې دي:
يا رسول الله موالينا وحلفاؤنا، وقد فعلت في موالي إخواننا بالأمس ما قد فعلت، يعنون بني قينقاع، لأنهم كانوا حلفاء الخزرج، ومن الخزرج عبد الله بن أبي ابن سلول. وقد نزلوا على حكم رسول الله صلى الله عليه وسلم، وقد كلمه فيهم عبد الله بن أبي ابن سلول، فوهبهم له على أن يجلوا. (السيرة الحلبية = إنسان العيون في سيرة الأمين المأمون (2/ 447)
ژباړه: د اوس قبیلې کسانو وویل: د الله رسوله! بني قریظه زموږ دوستان او حلفیان دي، زموږ د وروڼو له دوستانو سره دې پرون (د بخښنې) معامله وکړه، هدف يې بني قینقاع و؛ هغوی د خزرج قبیلې دوستان وو په خاص ډول د عبد الله بن ابی بن سلول، هغوی هم د رسول اللهﷺ د پرېکړې له مخې را کښته شوي او په اړه يې بیا له رسول اللهﷺ سره عبد الله بن ابی بن سلول خبره وکړه، نو رسول اللهﷺ په دې شرط ور وبخښل چې له دې سیمې به وزي.
که په مسلمانانو کې د هغوی داسې کسان موجود وو چې خواخوږي يې ورسره در لوده، نو ایا رسول اللهﷺ چې د ابن ابی په خبره یوه درسته قبیله بخښله د مسلمانانو په خولو به يې د بني قریظه نیمه قبیله نه وای بخښلې؟
۹ـ د واقدي د روایت له مخې چې د بني قریظه د کسانو د وژلو چاره علي او زبیر رضي الله عنهما ته ور له غاړې وه، دی په خپل کتاب کې لیکي:
فَلَمْ يَزَالُوا يُقْتَلُونَ بَيْنَ يَدَيْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَ الّذِينَ يَلُونَ قَتْلَهُمْ عَلِيّ وَالزّبَيْرُ. مغازي الواقدي (2/ 513)
ژباړه: نو یهودو د رسول اللهﷺ په وړاندې وژل کېدل، هغه دوه کسان چې د دوی د وژلو مسوولیت ور سپارل شوی علي او زبیر رض وو.
پوښتنه داده چې ایا دوه کسان په یوه ورځ دومره انسانان وژلای شي؟ دا چې دوه کسان د دې مسوولیت لپاره غوره شوي دي خپله پر دې دلالت کوي چې نه اووه سوه کسان وژل شوي دي او نه د اووه سوه کسانو د وژلو کار دوه کسه اصحاب کولای شي. یوه بله خبره دا هم ده چې له دې دوو کسانو څخه هم د دوی د شمېر په اړه هيڅ روایت نه شته، دا نه روایت خپله شکونه زیاتوي چې ولې هغه کسان روایت نه کوي چې خپله يې دا ټوله کیسه تر مخ تېره شوې ده؟
۱۰ـ که رسول اللهﷺ په یوه ورځ د یهودو دومره زیات کسان وژلي وای، نو یو لور ته خو به يې د رحمت هغه صفت باندې دښمنانو نیوکې کولې چې په قران کریم ورته ثابت شوی دی او بل لور ته په مدینه کې شته یهود به حتمن ډارېدلي وای، یا به يې مدینه خوشي کړې وه او یا به يې حد اقل دومره ارام ژوند نور هلته نه شوای کولای، له علي رض سره د یوه یهودي د زغرې جنجالي کیسه د اسلام تاریخونو په کتابونو کې خورا مشهوره ده؛ د خیبر له یهودو سره د معاملې کیسه خو د بخاري او مسلم په شمول ټولو حدیثي کتابونو را خیستې ده؛ نو بیا څنګه امکان لري چې رسول اللهﷺ دې د هغوی دومره زیات شمېر کسان وژلي وي؛ اما هغوی دې بیا هم دومره ډاډه په مدینه یا د رسول اللهﷺ په ګاونډ کې خپل ژوند ته ادامه ور کړي؟
دا ټول هغه دلایل دي چې د بني قریظه په اړه يې زما په نظر کې بدلون راوستی او زه د سیرت د عامونو کتابونو ادعاوې ځکه نه شم تاییدولای چې نه معقولې دي، نه د رسول اللهﷺ له شان سره لګېږي، نه د قران له اصولو سره او نه يې دغه پاس دلایل تاییدوي، پر همدې بنیاد زه وایم چې د بني قریظه وژل شوي کسان ممکن تر سل هم کم وي، البته یوه برخه يې کېدلای شي چې د جنګ او محاصرې مهال هم وژل شوي وي چې د دواړو په یوځای کولو يې ممکن شمېر یو څه زیات شي اما نه دومره لکه د سیرت کتابونو چې تر زرو یا اووه سوه کسانو يې رسولی دی. که ډېر وژل شوي وي نو تر سل اضافه کسان نه دي، البته هم د جنګ د میدان او هم يې هغه خاینان، قاتلان او له تړونه سرغړونکي.
۲۰۲۱/۴/۱۸