جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد فضل الرحمن ادعا ته د محسن داوړ ځواب

د فضل الرحمن ادعا ته د محسن داوړ ځواب

تاند(دوشنبه، د حمل ۲۹) وروسته له هغې چې په تحریک لبیک مذهبي ډلې د پاکستان حکومت بندیزونه ولګول د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د تحریک لبیک په ملاتړ رسنیزه وینا وکړه.

هغه يه خپله وینا کې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) ترهګره او سخت دریځه ډله وبلله.

مولانا فضل الرحمن د تحریک لبیک ډلې په ننګه د خپلو خبرو په دوام ویلي: «که په یو ملک کې دننه د پي ټي اېم په شان قوم پرست، سخت دریځه او ترهګر تنظیم وده کولی شي، نو بیا یوې مذهبي ډلې دپاره ولې ګنجایش نشته؟»

د نوموړي له دې خبرو سره سم، د هغه په وړاندې د لرې او برې پښتونخوا د پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سخت غبرګونونه راپورته شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ د نوموړي د دې څرګندونو غبرګون کې ویلي چې پي ټي ایم هیڅکله تاوتریخوالی نه دی کړی بلکې دا مولانا فضل الرحمن دی چې د پښتنو د وینې بهېدنې او وژل کېدو په بدل کې یې خپلې ګټې پاللې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې فضل الرحمن ځکه له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه کرکه لري چې نوموړي ته د پښتنو د وینو د خرڅولو اجازه نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې پي ټي اېم په سخت دریځۍ تورن کړی چې له فرانسې سره د اړیکو په سر د سخت دریځه ډلو او حکومت ترمنځ ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیسو او لاریون کوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

  1. ملاډیزل چې د ترهګرو د پلار په نوم هم شهرت لري ، ټول انسانان له خپلو چټلو هیرامنده یی عینکو ویني .
    د پښتون ژغورني غورځنګ یو سوله اییز ، بې وسلې ، خودجوشه میلیوني مظلومو پښتنو سازمان دی چې د خپلو بې ګناه ، مظلومو ورکو او شهیدانو د موندلو لپاره د عدالت چیغې وهی .
    خو د ملا ډیزل مدرسې د پنجاب ظالم او قاتل جهنمی استخباراتي سازمان هغه مداري دی چې د اسلام مقدس دین نه اساساتو او احکامو په استفادي او تحریفولو سره د معصومو ماشومانو ماغزه انتحاري او خرمرګو جوړولو لپاره مینځي او د هغوی له جهالته په استفادې په افغانستان او د پښتنو په سیمو کې هره ورځ سلګونه بې ګناه او بې دفاع انسانانو وژل کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب