یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د پي ډي ایف مخترع مړ شو

د پي ډي ایف مخترع مړ شو

تاند- د اډوبي شرکت موسس او د پي ډي ایف مخترع چارلس ګیچې د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو.

ګیچې او جان وارناک په ۱۹۸۲ م کال اډوبي کمپنۍ جوړه کړه. دی د ۲۰۲۰ کال تر اپریل پورې د دې کمپنۍ د مشرتابه پلاوي یو غړی و.

ګسچې د وارناک په همکارۍ په اډوبي کمپنۍ کې یو داسې نرمکالی جوړ کړ چې د انسانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت طریقه یې بدله کړه.

دوی نه یوازې د پي ډي ایف PDF فورمټ جوړ کړ بلکې په دې هم مشهوره شوي چې Post Script یې اختراع کړی دی.

په ۱۹۹۳ م کال دا پلیټفارمونه خورا مهمې اختراعوې ګڼل کېدې. له هماغه وخته له دغو فورمټونو په بېلابېلو برخو کې ډېر کار اخیستل کېږي.

په ۲۰۰۹ م کال د امریکا د هماغه وخت ولسمشر بارک اوباما ګسچې او وارناک ته د اختراع او ټکنالوژۍ ملي میډال ورکړ.

چارلس ګسچې د اپریل په شپاړسمه مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب