سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهغزني کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي

غزني کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي

تاند (دوشنبه د حمل ۳۰) د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د قره ‌باغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د برید له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا زر کورنۍ د قره‌ باغ له نهو کلیو څخه بې ځایه شوې دي چې شاوخوا ۱۵۰ هغه یې غزني ښار ته راغلي او پاتې نورې یې شاوخوا ولسوالیو او نسبتاً امنو سیمو ته کډه شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان د ملکي وګړو له کورنو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي او له همدې امله دا کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د ویلو ده چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې له څلورو لوریو د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړي دي.

عامو خلکو بیا ویلي چې طالبان یې په وهلو ډبولو له کلي ایستلي.

غزني کې عامو خلکو طالبان له کلي وشړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب