جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د هنډبال د ملي ټيم کپتانه ووژل شوه

د افغانستان د هنډبال د ملي ټيم کپتانه ووژل شوه

تاند (دوشنبه د حمل ۳۰) د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، د هېواد د هنډبال د ملي ټيم کپتانه نوريه تابش د دغه ولايت په مرکز کې په خپل کور کې وژل شوې ده.

د سرپل د امنيه قوماندانۍ وياند نور اغا فيضي ویلي، نوموړې د خپل مخکیني مېړه له خوا پرون ناوخته وژل شوې ده.

دده په خبره چې دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې د نوريې مخکېنی مېړه د شپې د هغې کور ته ورغلی، ډزې يې پرې کړې، نوريه او د هغې ورېندار يې وژلې او ورور او مور يې ژوبل دي.

بله خوا د سرپل ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې نسیمه ارزو ویلي چې د نوریې خاوند پخوا ددې ولایت په امنیه قومندانۍ کې دنده لرله، خو له نوریې تر بېلتون وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی و.

د چارواکو په وینا چې قاتل له سیمې تښتېدلی، خو پوليس اوس هم پسې ګرځي چې و يې نيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب