جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په متحده عرب اماراتو کې د درېیم ځل لپاره ټویټر کار پریښی

په متحده عرب اماراتو کې د درېیم ځل لپاره ټویټر کار پریښی

تاند — راپورونه وايي وړمه شنبه په متحده عربي اماراتو کې لږ تر لږه ۴۰ زره د ټوېټر حسابونه د څو ساعتونو لپاره کار پرېښود چې د دغه اپلېکېشن کاروونکي یې غوسه کړل.

دا په درېیوو میاشتو کې پرله پسې درېیم ځل دی چې دا نړۍ واله معتبره ټولنیزه رسنۍ ټوېټر کار پرېږدي.

په دغه هېواد کې لومړۍ ځل د فبرورۍ په پینځمه او بیا د مارچ په ۲۹مه هلته ټوېټر کار پريښی و چې وړمه ورځ/شنبه د اپرېل ۱۷مه/ بیا ورته کیسه تکرار شوه.

خو د دې ستونزې تر پېښېدو وروسته ټوېټر کمپنۍ خپلو کاروونکو ته پیغام ولېږه، چې په کې یې د دې څو ساعته ستونزې په اړه بښنه غوښتل شوې وه.

د متحده عرب اماراتو لږ تر لږه ۴۰ زره ټویټر کارانو څو ځلې د ټوېټر اپشن ته د داخلېدو هڅه کوله، خو ټویټر ورته يوازې لیکل؛ بیا هڅه وکړئ او تاسو په ستونزه کې یاست.

له دې ستونزې پېښېدو سره ټوېټر له خپلو کاروونکو وغوښتل څو حوصله او انتظار وکړي. دوی ته په پیغام کې وېل کېدل چې تخنیکي ډله بوخته ده، څو دا ستونزه حل کړي.

سره له دې چې څو ساعته وروسته دا ستونزه حل شوه، خو ټوېټر کاروونکو له دې ادرس غوښتي چې علت یې په ډاګه کړي، کوم چې دې کمپنۍ یوازې تخنیکي ستونزه یاد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب