شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د افغانستان د علومو اکادمي او د پوهنتونو پښتو څانګو ته

د افغانستان د علومو اکادمي او د پوهنتونو پښتو څانګو ته

  ډاکتر ماخان مېږی شینواری

د افغانستان د علومو اکادمي پښتو څانګې او د افغانستان د پوهنتونونو پښتو پوهنځیو ته له دې پرانستي لیک سره  په ډېر درنښت دا هیله لرم او د یوه سپینږیري په توګه هیله او سوال ورته کوم، چې:

–  که څه مو له لومړي پیل څخه په فکر ښه رانه غله، بیا هم دا یو ځل ولولي، تاسو خو به لږ ترلږه د داسې فکر څخه ازاد شئ.

– دا یا په دې ډول لیکنه راته په پښتو کې نوې برېښي، نو له دې امله هم د پام وړ باید وي او 

 – داسې فکر ونه کړي، چې دا میږی یو سرزوری، یا لیونی او یا سپینږیری سړی دی چې له ژبې سره د مسلک له لورې سر او کار نه لري او بیا داسې لیکنې کوي او اوتې بوتې وایي نو دا د وخت تېرول دي او بس.

– ما لږ ترلږه په دې اخرو نږدې پنځلس کلونو شاوخوا په هر اړخیزه توګه د پښتو او په ځانګړې توګه د پښتو له ژبلار سره ځان ډېر بوخت ساتلی، نو بیا مې هم هیله ده چې  

 – زما دا لیکنه په ژوره توګه وګورئ، لکه د یوه شاګرد لیکنې مو او ناسمونونه یې راته په ګوته کړئ او که سمه مو ومیندله، نو هم دا نور بیا ستاسو د استادانو کار دی، چې سمون یې بیا څنګه ګورئ او څه وړاندیزونه کوئ.

لیکنه بیا ستاسو مخ ته ږدم:

په پښتو ژبلار کې نوې میندنې او که….

پیل یادونه: ژبه پیداېښت دی او څوک په پیداېښت کې ګوتې نه شي وهلی او که دا کار وشي، نو هرومرو به ناسم وي. داپه دې ترېپوهېدنه، چې ما هم دلته له ځان څخه څه نه دي پیدا کړي یا جوړ کړي، هغه د پیداېښت څخه راپیدا څه مې سره شنلي یا روښانه کړي، هیله ده چې سم به مې میندلي وي..

– هیله ده، چې ويې لولئ، مرسته وکړئ، د پښتو ژبلارې د ودې لپاره.

– په پوهنیزه څېړنه کې باید مخامخوالی(تضاد) نه وي، دا په دې پرېپوهېدنه چې باید رد نه شي.

نن د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ ۳۱ –م په درې بجو مې خوب کډه وکړه، د همغه خپل چرت له امله ، خو دژبې په هکله مې میندنې ( دما پهاد) وکړې، چې له دې امله ورته خوښ یم. 

دا لیکنه په څو برخو وېشم او په لاندې توګه یې له تاسو سره ګډوم:

لومړی:  د ماپخوانی اند د ځنو اړیکووینو یا که غواړۍ، د ادپوزېشنونو په هکله

دویم: څنګه والي یا حالتونه

دریم: دا اوس مې ورته د دې لیکنې په هکله پام شوي نومځاینیوي، یا مرستندوي نومځاینیوي او یایې که هرڅه د بللو وړاندیز کوي. دا دوه برخې لري.

څلورم: پښتو- لږ تر لږه په داتیو حالت کې – یواځې پوستپوزېشنونه (پسې ځاینیوي) لري.

پنځم: له الماني، انګرېزي څخه مو د ادپوزېشنونو په پخوانۍ بڼه ناسم پښتو ژباړلي دي

و لومړی ته: د ما پخوانی اند، چې دا ځنې ګډوله  اړیکویونه به ګوندې سنترپوزېشنونه وي:

له….څخه ( سره، کره)، په …. کې، پر…باندې، تر …. پورې، و … ته او نور.  ګومان مې دا هم وو، چې ګوندې پښتو به مخ ـ- پسې – سنتر ځای نیوي ولري. په دې هکله مې لیکنې شته.

دابه په لیکنه کې روښانه شي.

دویم ته:  څنګه والي یا حالتونه، چې لنډ یې بیا له تاسو سره ګډوم.

د پښتو څنګه والي، پېر یا حالت ته د مشورې لپاره.

د الماني ژبلار په مټه یا مرسته دا څنګه والي (پېرونه،حالتونه) د پوښتنو په مرسته په لاندې توګه روښانوو: دلته یواځې د پوښتنو له  لارې.

۱ – نومیز څنګه والی:(څوک؟، چا؟)، (څه؟)

۲ –  د خاوندوالي څنګه والی: ( د چا؟، د څه؟)

۳ – داتیو څنګه والی: ا – (له چا؟) ، ( له څه؟)،ب – (وچا؟)، (وڅه؟)  پ – (په چا؟)، ( په څه؟)، ت ـ (پرچا؟)،(پرڅه؟)، ټ –  (ترچا؟)، ترڅه؟) او نور.

دلته دې پام او خبرې پرې وشي، چې دا څنګه ونوموو، یا نومول شوي(که وي) . دې نور کې -ګومان مې دۍ- ستونځې نه شته.

۴ – اکوزاتیو څنګه والی: ( چا، څوک، څه)

ګورو، چې ۱ – او ۴ – یو ډول دي، ځو ۱ – د کړوني په څنګه والي او ۴ – د پرېکړوني یا نه کړوني په څنګه والي کې دۍ.

پوښتنغونډاله جوړوو:

څوک له چا سره د چا له کور څخه د چا وکور ته لاړ او په څه کې پر څه باندې څه یې د څه پرسر کېښود؟ 

داسې یې ځوابوو یا روښانه کوو:

(سپین) «۱» (له تور)«۲» سره (د ټور) «۳» (له کور)«۴» څخه (د ځلمې)«۵» (وکور) «۶»ته لاړ او (په کوټه)«۷»  کې ( پرمېز ) «۸) باندې (کتاب)«۹» یې د چوکۍ ( پرسر)«۱۰» باندئ کېښود.

د الماني ژبلار له مخې به «۱» نومیز، «۲»، «۳»،«۴»،«۵»، «۷»،«۶»،«۸»او«۱۰» داتیو، «۳»،«۵» واکوالي او «۹» اکوزاتیو حالتویونه یا پېرونه  او که غواړۍ څنګه والي دي.

که ټول سره مرسته وکړو او دا پورته سره همغږیز کړو، نو زما په اند به مو د پښتو ژبې یو څه ستونځې اوبی کړې وي.

یادونه: ما چې دا پورته د حالت لپاره څنګه والی لیکلی، باور وکړۍ، چې دا حالت هم راته پېچلی برېښي، چې له عربي به سم وي او که نه؟  

پرته له دې په دې پېر هم نه پوهېږم، چې دا به حالت ته وایې او که څنګه؟ که دې کې هم هر څنګه پرېکړه وي یا وه، نو یو کار به مو سرته رسولی وي. هیله ده چې اندونه سره ګډ کړو.

اوس راځو:

و دریم ته:  دا اوس مې ورته پام راګرځېدلی نومځاینیوي.

دا کوم دي؟ دا ،، را، در، ور،، دي او ،،مې، دې، یې،، ، چې د کارونو یې بېلابېل ځایونه شته.

 دا په دوه برخو وېشو

الف: الف ۱ – موږ په پښتو ژبه کې د خاوندوالي لپاره مرستندوي یا پوره او که هرڅنګه یې بولې نومځای نیوي لرو:

،،مې، دې، یې،،. د دې ،،یې،، نارینه، ښځینه او ډېر هم همداسې دي او د ،،مې، دې ،، لپاره وایو چې ،، مو،، . پوښتنه دا ده چې به د دواړو لپاره وي او که د یوه لپاره.

دا هم په دوه ډوله کارول کیږي

الف ۱ ۱ – که ووایو: کور مې( دې، یې) سپین دۍ، نو پوهیږو، چې دا د خاوندوالي نومځای نیوي دي او  

الف ۱ ۲ – که ووایو: کتاب مې (دې، یې) واخست، نو دلته دا بیا نومیز حالت دی. دلته بیا د کړوني په څېر رامنځ ته کیږي. هیله ده، چې په دې هکله به هم کران مینه وال مرسته وکړي، زموږ د خبرو لپاره ال۱ ۱ – غوره دۍ.  

توپير یې: په الف ۱ ۱ – کې د مې، دې ، يې پسې خویوی راځي یا کړنوی پسې نه راځي او په الف ۱ ۲ – پسې بیا کړنوی راځي، چې له دې څخه یې توپیر کېدی شي.

الف ۲ – همداسې د داتیو لپاره هم دا لاندې نومځاینیوي لرو:

،،را، در، ور،،، چې ډېرګوني یې هم همداسې دي.

د دې لپاره به یې الماني او انګريزي انډول راوړو او وبه ګورو، چې دا هم همهغسې موخوردي.
ب – څنګه والي یا حالتونه، که غواړۍ پېر.

ب ۱ – د خاوندوالي څنګه والی یا حالت

انګرېزي نومځاینیوي د خاوندوالي  لباره 

His     yuors     my

الماني……………………….

Sein     dein      mein

انډول پښتو یې د ساده یا نیم – یا خاوندوالي نومځای نیوو سره.

مې    دې     یې 

پښتو پوره یا ورسره بلد نومځای نیوي 

دما  دتا د هغه… او نور (زه زما، ستا نه لیکم، که څه هم په کلي کې یې داسې بولو، ځکه چې ،،د،، د خاوندوالي مورفېم دۍ).

یادونه ښځینه او ډېر یې په پام کې نه دي نیول شوي.

My(mein) house( Haus)

کور مې 

دما کور

ب ۲ – د داتیو څنګه والی یا حالت

را – ، در- ، ور – (څخه، سره، کره، باندې، لاندې، کې، پورې، ته، …)

که الماني ته مو پام راوګرځوو، نو دا پورته اړیکویونه ټول د داتیو په څنګه والي کې دي، چې په پښتو کې هم سر ورسره خوري.

له ما – ، له تا – له هغه (هغې) –( څخه، سره، کره) او

 پر ما -، -تا-، – هغه( باندې او پورې)،  په ما-، په تا- ، په هغه کې، تر ما- ،ترتا – ، تر هغه پورې،  وتا- ، وما – ، و هغه ته

( و….) په کندهارۍ ګړدود کې  په روښانه توګه شته

کور مې، – دې، – یې،

انګرېزي نومځري د  داتیو  لپاره 

    him     you       me

الماي نومځري د    لپاره 

Ihm      dir        mir 

پښتو نومځري د داتیو   لپاره

 را     در    ور 

دا پورته، مرستندوی(؟) نومځاینیوي د یو او ډېرو لپاره هم دي او ټیک همهغه د الماني او انګرېزي په څېر د داتیو حالت ښایي او دا لاندې یې بل ډول دي.

له ما     له تا    له هغه او نور

د حالتونو څېړنې له مخې  پای لاس ته راړنه او ګومان مې دی، چې داپرېکړه- که راسره ومنل شوه – نوې وي .

څلورم: پښتو ژبه  لږ تر لږه د داتیو حالت کې یواځې پسې ځای نیوي، پسې ایکویونه یاپوستپوزېشنونه لري.

څه پوهېږو، چې دا پوستپوزېشنونه دي؟ 

لکه لږ تر لږه زه په ې اند وم، چې

دا له…. (څخه، سره …) او همداسې دا په… کې او پر…باندې، تر … پورې او نور سنترپوزېشنونه دي، خو داسې نه دي؟

هغه اړیکویونه چې د  را، در، ور سره راځي، برېښي چې پوستپوزېشنونه دي.

نو دا له، په، تر او نور نو بیا کوم ژبني توکي یا ژبني څه دي او همداسې خپلواکه ترېېپوهېدنه هم نه لري. دابه روښانه کړو. دا یواځې د یوه نومځري سره پرېپوهېدنه لري یا یې په واک کې دي او بس.

که منلي مو وي، چې ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دۍ او له  مې، دې، یې څخه همداسې برېښي، نو دلته هم دا ،، له، په، پر، تر… ، د داتیو حالت مورفېمونه دي او یا د ما، دتا، دهغه، … سره یوځای داتیو حالت ورکوي. 

بل لامل یې دا دۍ، چې دا له او نور په را، در، ور کې دننه یا خوندي دي.

یو څو بېلګې:  

له ما( -تا،-هغه….) څخه ولاړ. را (در، ور) څخه ولاړ.

تر تا پورې درورسېد. درپورې در ورسېد.

یادونه: که دا سم وي، نو ګورو، چې تر موږ تل ناسم او زیات کاروو.

پنځم: له الماني، انګرېزي څخه مو د ادپوزېشنونو په پخوانۍ بڼه ناسم پښتو ژباړلي دي یا لږ تر لږه ما، داچې دا له، په ، پر، و، تر نو په الماني او نګرېزي دا سې نه دي؟

ما تراوسه پورې داسې انګېرل:

۱ – له… څخه، یا ځانله لهvor;  from   

۲ – تر یا تر …(پورې)   bis; until    

غونډالې د ،، را،در، ور،، نومځاینیوو سره او ور څخه نوې روښانه ونه.

سپین په ۱۰ بجو درڅخه راِروان شو او په۱۲ بجو را پورۍ راورسېد

سپین په لسو بجو له تا څخه راروان شو او په ۱۲ بجو ترما  پورې راورسېد.

دا پورته ،، له تا،، د ،، در،، په ځای او ،، ترما،، د ،، را،، په ځای دۍ، نو دا ،،له،، پرته له،،تا،، او ،، تر،، پرته له،،ما،، څخه کومه بله ترې پوهېدنه نه لرۍ، دا په دې پرېپوهېدنه چې بلواک دي، څخه او پورې اړیکویونه دي. بیا دا ،، له،، او ،، تر،، اړیکویونه نه دي، لکه تراوسه پورې مې یا ښایي چې اندل.

۳ – په… کې   im, in     

۴ – پر…. باندې یا پر   auf, of    

۵ – و….ته    zu, to      

۶ – له .. سره   mit,  with    

د  Vor, bis, in, auf, zu  لپاره د پښتو انډول دي:

څخه، پورې، کې، باندې، ته 

یوه بېلګه:  سپین راڅخه در روان شو او په لنډ وخت کې درپورې در رسیږي.

شپین له ما څخه  و تا ته  در روان شو او په لنډوخت کې به تر تاپورې ذرورسیږي.

دلته دې اړوند دې ته هم پام راواړول، درواړول، ورواړول شي، چې دلته لکه راغۍ، درغۍ، ور غي هم شته. 

داد څېړلو خوندیونه راته پېچلې، خو له ردولو یا مخامخوالي راته ازاده یا خپلواکه برېښي.

بیا لنډ:  که ،،له، تر، په، پر،، ، خپلواکه پرېپوهېدنې نه لري او د د نومیز نومځاینیوو سره د نومیز حالت بدلول خوندي لري، چې دلته یې لاس ته راوړنه، د خاوندوالي او داتیو حالتونو څرګندونه ده، دا په دې ترېپوهېدنه، چې بیا: له دوي سره دا حلاتونه بدلیږي.

هیله ده، چې پر دې باندې به یو له بل سره ګرمې خبرې ولرو.

یادونه: دا لږتر لږه رد نه شو، نو بیا به دا ورسره لیکم، چې له تاسو په کې د ردولو څه نه وو یا منل شوی.

ستوڼخې په کې شته، خو د ستونځوبیو لپاره هم په پیداېښت کې پیداېښت لارې ورکړي.

د تاسو د سړې سینې څخه ډېره مننه.

یادونه: په یوه لیکنه کې به بیا په رکتیو، اوبلیک او نورو څرنګوالو یا حالتونو هم سره وغږېږو.

 په پښتو ژبې کې اینکلیتی نومځاینیوي هم شته، چې دا به هم د پورته  نومځاینیو ، چې ما د څنګه والي نومځاینیوي بللي پوره خبرې وکړو.

بېلګې یې، ځم، ځو … خورم  او نور، چې یواځې د کړنوي پسې تړلي یاورسره وېلې شوي ډول راځي او پوره یووییزه غونډاله راکوي. دا په فارسي، پروتګالي او نور ژبو کې هم شته، چې زه به یې دهغو سره سر او کار ونه لرم.

زما برېښنالیک:

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب