سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ترکیې په غونډه کې د طالبانو د ګډون هڅې

د ترکیې په غونډه کې د طالبانو د ګډون هڅې

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰)  طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د ترکیې په غونډه کې د دوی د ګډون کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي او ښایي یاده ډله د ترکیې غونډه کې خپل ګډون اعلان کړي.

راپورونه وایي، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو هڅې پیل کړي څو د وسلوالو طالبانو او امریکا ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او طالبان دې ته وهڅوي چې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي.

طالبانو ته نږدې سرچینو هم رسنیو ته تایید کړې چې په دې تړاو هڅې روانې دي او ځینې پرمختګونه هم شوي دي.

 سرچینې دا هم وایي چې پاکستان په دې لټه کې دی چې طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون ته وهڅوي او په دې اړه یې له یادې ډلې سره خبرې کړې دي.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې دغې ډلې د ترکیې د غونډې په اړه ویلي و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي نو دوی به د افغانستان په اړه په هېڅ نړیوال کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان او طالبانو د مذاکراتي پلاویو تر منځ بین الافغاني مذاکرات له اوونیو راهیسې په ټپه ولاړ دي او دې برخه کې د هېڅ پرمختګ څرک نه لیدل کیږي.

د ترکیې غونډه چې د افغانستان برخلیک ټاکوونکي غونډه بلل کیږي افغان حکومت پکې د خپل ګډون د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب