سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeسپورتراشد خان پر دوه غیر مسلمانو لوبغاړو روژه نيولې

راشد خان پر دوه غیر مسلمانو لوبغاړو روژه نيولې

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰)  د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان ارمان په دوه غیری مسلمانو لوبغاړو روژه نېولې ده.

راشد خان چې د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه “الرونډر” او د ګوګلي بال ماسټر هم یادیږي دا مهال د هند په غوره لیګ ای پي اېل کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره پر لوبو بوخت دی.

دې پیاوړي لوبغاړي پر خپل انسټاګرام یوه لنډه وېډیو خپره کړې او پکې ښکاري چې د دې لوبډلې اسټرالیاوی لوبغاړی او لوبډلمشر ډېوېډ وارنر او د نیوزيلېنډ لوبډلې لوبډلمشر او د حیدراباد لوبډلې تکړه توپوهونکی کېن وېلیمسن د راشد سره تر خوا ناست دي او راشد ترې د نېولې روژې په اړه پوښتنې کوي.

وارنر د راشد د پوښتنې په اړه چې له روژې سره څنګه یاست؟
وایي؛ زه سخت وږی او هم راحته یم.

ترڅنګ یې بیا کېن وېلیمسن د دې پوښتنې په ځواب کې وایي؛ زه ښه یم.

دا د راشد له لوري د خپلې لوبډلې د لوبغاړو روژې ته د هڅولو لومړۍ مستنده هڅه ده چې ممکن یوه ښه پایله ولري.

د راشد له خوا روژې ته د دې غیر مسلمانو لوبغاړو هڅونه دا پیغام له ځانه سره لري چې ممکن راشد له خپلو ورزشي غوره اړیکو څخه په استفادې دوی اسلام ته هم دعوت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب