سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار لپاره د طالبانو یو نظامي مسؤل په پېښور کې ووژل...

د ننګرهار لپاره د طالبانو یو نظامي مسؤل په پېښور کې ووژل شو

تاند( دوشنبه د حمل ۳۰) د ختیځ ولایت ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسؤل ملا نېک محمد چې په رهبر مشهور وو نن ناوخته د پښتونخوا په مرکز پېښور کې ووژل شو.

ویل کیږی چې له رهبر سره یې دوه نور ملګري ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې د رهبر د مرګ د خبر په خپرولو سره نوموړی د طالبانو یو مهم نظامي قوماندان بللی دی.

ښاغلي امرخېل لیکلي، «د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان نیک محمد رهبر رهبرمل نن مازیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسؤل عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي.»

ویل کیږي چې د طالبانو دغه وژل شوي قوماندان د ننګرهار ولایت د خوګياڼو او څو نورو ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد پراخ فعالیتونه ترسره کول او د حکومت ضد پلانونه یې عملي کول.

د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې دوی د رهبر له کړنو په تنګ راغلي و او وخت ناوخت یې ځورول.

د جاوېد خوګیاڼي په نوم د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ یو اوسېدونکي له تاند سره په خبرو کې وویل، “خوګیاڼو کې مو کور وو د همده له لاسه چې اخطارونه یې راکړل پلار ته مې بمونه کېښودل اړ شو کابل ته راغلو.”

د ده په خبره چې ورته به یې ویل “ولې تاسو د حکومتي کسانو سره راشه درشه لرۍ.”

که څه هم چې داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو د رهبر د وژلو مسؤلیت منلی، خو یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي څو ورځې وړاندې د سولې په رابطه د پاکستان د ناغېړۍ له امله په دغه هېواد باندې د یو شمېر بندیزونو ګواښ کړی وو چې په مقابل کې یې پاکستان د یو شمېر سرکښو طالبانو د وژلو او زندان ته اچولو ژمنه ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب