سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهقریشي وايي له طالبانو یې غوښتي چې خبرو ته حاضر شي

قریشي وايي له طالبانو یې غوښتي چې خبرو ته حاضر شي

تاند(سې شنبه، د حمل ۳۱) پاکستان پرون وروسته له دې چې طالبانو وویل په استانبول کې د افغانستان د سولې په کنفراتس کې ګډون نه کوي، پر افغان طالبانو ږغ وکړ چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې خپل پوځیان به د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه وباسي، افغان طالبانو وویل، تر هغو د سولې په هیڅ ډول خبرو کې ګډون نه کوي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

تاند ته په قطر کې ځینو سرچینو وړمه ورځ وویل چې امریکا په دې خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې دي چې د پاکستان له هغو پټو تماسونو خبره شوې چې طالبانو ته یې ویلي چې د سولې له خبرو ډډه وکړي ځکه چې امریکا په هر حال له افغانستانه تښتي او تاسو د کابل نیولو ته تیاري ونیسئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل«دوی (طالبان) خپله پرېکړه په خپله کوي خو موږ څه چې مو په وس پوره وي هڅه کوو چې دوی ته قناعت ورکړو چې دا یې په ګټه ده چې خبرې وکړي.»

قریشي، چې د راپورونو پر اساس، د امریکا، فرانسې او جرمني له خبرداري وروسته خبرې کولې، وویل، د ځواکونو په ایستلو کې تل د لوژیستیکي ستونزو له کبله ځنډ پېښېدای شي خو طالبان تر ډېره حده بریالي شوي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د ایستلو په هدف کې بریالي شي نو اوس پکار ده چې دوی د سپټمبر د یوولسمې نېټه ومني.

ده زیاته کړه«ځواکونه به ووځي، نېټه ښوول شوې ده او د وتلو بهیر یې د مې په لومړۍ پیلېږي او د سپټمبر تر یوولسمې دوام کوي نو دا یقیني نېټه ده.»

رویټرز خبري اژانس د (نامعلومو) سرچینو په قول وايي چې پاکستان پر طالبانو فشار زیات کړی چې خبرو ته حاضر شي.

قریشي دې خبري اژانس ته وویل، باور لري چې په خبرو کې د طالبانو ګډون د دې ډلې په ګټه دی خو دی له هغوی سره تماس نه لري.

له بلې خوا په قطر کې څو سرچینو تاند ته ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه امریکا ته ویلي چې که طالبان خبرو ته نه حاضرېدل دوی به د دې ډلې څو مشران محبس ته ولیږي.

پرون (دوشنبه) په پېښور کې د طالبانو د ننګرهار نظامي مسوول ملا نېک محمد، چې ویل کېږي ډېر خونړی او بې رحمه قوماندان و، ووژل شو.

ظاهراً د دې برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی خو دا احتمال هم شته چې طالبانو ته د پاکستان له لوري یو پیغام وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب