سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د کاروبار پیل کتاب چاپ شو

د کاروبار پیل کتاب چاپ شو

د ځوان لیکوال او اقتصاد پوه حکمت الله نظري نوی کتاب (د کاروبار پیل) له چاپ څخه راووت. یاد کتاب په ۱۳۵ مخونو او ۵ فصلونو کې په پښتو ژبه ترتیب شوی. د لیکوال په وینا د کاروبار پیل کتاب  د ګڼ شمېر څېړونکو د څېړنو، د نړیوالو او بریالیو کاروبایانو او کمپنیو د بریا او ماتې د تجربو، په هېواد کې د ننه د بریالیو کمپنیو او کاروباریانو سره د مرکې د غورچاڼ، د کاروبار اړوند کتابونو غورچاڼ، د پوهنتون د ښوونکو د نظرونو او تجربو او همدارنګه د لیکوال د خپلو شخصي تجربو او زده کړو ټولګه ده.

په کاروبار پیل کتاب کې د کاروبار لنډه پېژندنه، د نوي کاروبار پیلولو لپاره عمومي چک لیست، د کاروباري پلان تیارول، د کاروبار پیاوړي کولو لارې چارې، په کاروبار کې د پېښېدونکو خطراتو مخنیوی، د بازارموندنې اصول او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیز مالومات راټول شوي دي.

 یاد کتاب به وشي کولای هغو کسانو ته چې غواړي نوی کاروبار پیل کړي، خو نه پوهېګي دا چاره څنګه شونې کړي او له کومه ځایه لومړی قدم پورته کړي، به تر ټولو غوره او مناسبه حللاره، لارښود او نقشه وي. د کتاب یو غوره ځانګړنه چې کېدای شي یاد کتاب له نورو بېل کړي دا وي چې هڅه شوې د کاروبار پیل ټول اصول او مقررات په ډېر منظم ډول په پينځلسو پړاوونو کې چې د کاروبارې انګېزې (Business Idea) څخه پیل او بیا تر وروستیو پړاوونو لکه بازار ته د توکو او چوپړتیاو ایستل او پلورل دي پړاو په پړاو ترتیب او په ډېره ساده ژبه بیان او واضح شوي دي. د دې کتاب یو بل ښه والی دا هم دی چې لیکوال هڅه کړې ټول موضوعات او محتویات د افغانستان د کاروباری (Business) چاپیریال او شرایطو سره په همغږۍ ترتیب او بیان کړي. د لیکوال په وینا دا کتاب د هغه چا لپاره نه دی چې په تنخواه د دندې ترسره کولو فکر ورسره وي، بلکې د هغه چا لپاره دی چې غواړي خپل کاروبار جوړ کړي او شتمن شي، د هغه چا لپاره دی چې له دندې ستړی شوی او اوس غواړي میلیونونه وګټي. لیکوال د کاروبار پیل کتاب په هکله داسې وویل:

په افغانستان کې د اکثر سلنه کاروبارونو د ماتې تر ټولو لوی لامل د کاروباریانو او پانګوالو د کاروباري پوهې او زده کړو نه شتون دی. ددې کتاب د لیکلو هوډ مې ځکه وکړ چې پر مټ یې وشم کولای په افغانستان کې د یاد کتاب د لارښودنو په مرسته کاروباري پوهه عامه، وګړي د کوچنیو او لویو کاروبارونو ترسره کولو ته چمتو او په ټول کې کاروبارونه پیاوړي کړم او په دې سره وشم کولای د افغانستان د اقتصادي پراختیا په وده کې څه نا څه مرسته وکړم.

د کاروبار پیل کتاب کولای شئ په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځۍ ورهاخوا د کابل ښار او نورو ولایتونو په ګڼ شمېر نورو کتاب پلورنځیو کې ترلاسه کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب