سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د مصنوعي ذهانت په وسیله پخلی

د مصنوعي ذهانت په وسیله پخلی

تاند- له ډېرو کلونو دا اټکل کېږي چې بالاخره به مصنوعي ذهانت یا کمپیوټر له انسانانو څخه ټول واک واخلي.

کوریايي څېړونکي وايي، د ښو خوړو د تیارولو لپاره یې د مصنوعي ذهانت داسې سیستم اختراع کړی چې دا معلوموي چې کوم خواړه له یو بل سره یوځای شي.

سوني کمپنۍ د (FlavorGraph) په نوم د مصنوعي ذهانت دا سیستم جوړ کړی چې بیلابېل مواد لکه زیتون، هوږه، شیدې او نور سره اخښي.

د سوني کمپنۍ او د کوریا پوهنتون څېړونکي وايي، اشپزان عموماً د حدس و ګومان له مخې خواړه له یو بل سره یوځای کوي، خو دا سیستم چې پرمختللی دی په علمي ډول راښيي چې کوم مواد سره یوځای کړو چې هم یې خوند ښه وي او هم ګټور وي.

دوی وايي چې د دې سیستم په وسیله تیار کړي خواړه یې څکلي او په رښتیا هم خوندور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی