نعمان دوست ||
که مورنۍ ژبه مهمه نه وای، په نړیواله کچه به ورته یوه ورځ نه ځانګړې کیده. دا چې د فبروري ۲۱مه، هر کال د مورنۍ ژبې په نوم نمانځل کیږي، نو له همدې څخه یې اهمیت هم جوتیږي.
خو په خواشینۍ چې دغه مهمه موضوع زموږ د وطن په ډيری اداراتو، په ځانګړې توګه په تعلیمي ادارو کې، له پامه غورځول شوې ده.
د زده کړو بهیر او له مورنۍ ژبې محروم نسل
په مورنۍ ژبه تعلیم یو بنیادي حق دی؛ خصوصا د ماشومانو لپاره. دغه حق زموږ اساسي قانون هم تسجیل کړی دی. د دې قانون په (۴۳) ماده کې لولو:
((… دولت مکلف دی … د مورنیو ژبو د تدریس لپاره په هغو سیمو کې چې پرې خبرې کیږي، لاره هواره کړي.))
اوس که دغه بنیادي حق له ماشومانو تروړل کیږي؛ نو دا یو ستر ظلم دی او متاسفانه چې دغه ظلم په پلازمینه کې په پراخه کچه روان دی.
له قانوني حقه د خلکو محرومول نه یوازې د اساسي قانون نقض دی، بلکې د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې، هم ښکاره سرغړونه ده. د دغې اعلامیې په ۷ مه، ماده کې راغلي:
((ټول د قانون په وړاندې مساوي دي او حق لري پرته له هر ډول تبعیضه د قانون له مساوي ملاتړه برخمن شي.))
دا چې اساسي قانون په مورنۍ ژبه زده کړه د یوه اصل په توګه منلې، نو دغه اصل باید عمومیت ولري او که څوک ترې محرومیږي، نو دا تبعیض او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې نقض دی.
کابل د هیواد د ګڼو ولسونو کوربه دی چې پښتانه او دري ژبې یې د نورو اکثریت جوړوي. د بیلابیلو ژبو ( خصوصا پښتو – دري) ویوونکي د ښار په بیلابیلو برخو کې میشت دي؛ خو په ګڼو سیمو کې د پښتنو ماشومانو لپاره په خپله ژبه د زده کړې حق نشته. حتی ځینې هغه ښوونځي چې د پښتنو لپاره ځانګړي شوي، هغوی کې هم دا حق ترپښو لاندې شوی دی او د پوهنې وزارت له کلونو راهیسې د دې غوبل ننداره کوي.
له مورنۍ ژبې د محرومیت زیانونه
ماشوم په هغه ژبه ښه زده کړه کولای شي په کومې چې خبرې کوي. دغه شان د انسان د فکر کولو ژبه هم مورنۍ ژبه د ه. که د چا ګڼې نورې ژبې هم زده وي؛ خو فکر په خپله مورنۍ ژبه کوي او زده کړه پرته له فکر کولو نیمګړې او ستونزمنه ده. ماشومانو ته دا ډیره سخته وي چې په داسې ژبه ورته تدریس وشي چې دوی پرې نه پوهیږي.
ځکه دوی مجبور دي اول د تدریس د ژبې په مانا پوه شي او بیا درس زده کړي، چې دا د تنکیو ماشومانو پر تنکیو اوږو د غټو ډبرو ایښودل دي.
په دغه شان حالت کې د ماشوم ذهني وده پڅیږي. د کمترۍ احساس کوي. داسې تصور کوي چې البته ژبه به یې چندان ژبه نه وي چې څوک ور سره پرې خبرې نه کوي او سبق ورته نه پرې وايي.
په دغه شان حالت کې یې پټ استعدادونه وژل کیږي او حتی له زده کړو زړه تورن کیږي او کله چې د ماشومتوب په دوره کې څوک زړه تورن شي؛ نو بیا تر پایه همداسې زړه توری پاتې کیږي. د دې ناوړه کار پایله بیا دا شي چې د غوره استعداد لرونکي ماشومان په تنبل او بې علاقې شاګردانو بدل شي.
په مورنۍ ژبه زده کړه، یوه مهمه موضوع ده او د ګڼو څیړونکیو او پوهانو پام یې ځانته جلب کړی دی. او ټول په یوه خوله په دې ټینګار کوي چې ماشومان باید په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.
ایرانۍ څیړونکې او ټولنپوهه ډاکټره صدیقه عدالتي، مورنۍ ژبه د هر انسان له بنیادي حقونو څخه ګڼي. هغه وايي: ((د هر انسان لپاره له ډیرو لومړنیو حقونو څخه یو یې دا دی چې په خپله ژبه خبرې، لیک او لوست وکړي. دا چې له دې حقه محرومیږي نو لویه ضربه ده چې پرې واردیږي. دغه شان خلک په ذهني، رواني او شخصیتي لحاظ له ستونزو سره مخ کیږي.))
د هغې په اند، له مورنۍ ژبې محرومیت، د فکر کولو او خبرو کولو اړیکې له منځه وړي.
له مورنۍ ژبې د پښتنو ماشومانو پراخ محرومیت
په خواشینۍ چې پلازمینه کې له مورنۍ ژبې یوازې په دولتي ښوونځیو کې نه، بلکې په شخصي ښوونځیو او کورسونو کې هم پښتانه ماشومان محروم دي. ډیره بده خو یې لا داده چې د ځینو شخصي تعلیمي مرکزونو پښتانه مسوولین هم دومره د خپلې ګټې په لالچ کې غرق دي چې د خپلې ژبې قدر ترې ورک دی.
واړه واړه پښتانه ماشومان کورسونو ته د انګریزي ژبې او یا نورو مضامینو د زده کړې لپاره ځي، خو هلته ورته په پښتو تدریس نه کیږي. همدا علت دی چې په ښه توګه اخذ نشي کولای چې په لویه کې د دوی تعلیمي او تحصیلي اینده زیانمنوي.
احمقانه استدلال
له ګڼو پښتنو ماشومانو مې اوریدلي چې کله په کورس یا ښوونځیو کې له ښوونکیو پښتو پوښتنه وکړي او یا ترې وغواړي چې په پښتو ورته تدریس وکړي، نو هغه جناب ورته وايي: دری را یاد بګیر!
خو دا بدبخت دې ته فکر نه کوي چې سره له دې چې خپله له ښوونځي او پوهنتونه فارغ دی، سره له دې چې د ماشوم شاګرد څلور چنده او پنځه چنده عمر لري، خو بیا یې هم ملا ماته ده او په پښتو نه پوهیږي؛ خو له ماشومه غواړي چې په دې کم عمر کې یې باید دري زده وي!
که دغه چلند کوم پښتون ښوونکی له دري ژبي ماشوم سره کوي، هم احمقانه دی. ښوونکي باید خامخا دومره پر دواړو ژبو حاکم وي چې د زده کوونکیو پوښتنې ځواب کړای شي.
وړاندیزونه:
معارف وزارت باید نور له ژمني خوبه راویښ شي. بس دی. دې خوب یې لسیزي دوام وکړ او دې دوام نسلونه له ستونزو سره مخ کړل. وزارت باید لومړی له دولتي ښوونځیو او بیا له نورو خصوصي تعلیمي مرکزونو جدي څارنه وکړي او په ټوله کې لږ تر لږه د دواړو ژبو ( پښتو – دري) زده کوونکیو ته په خپلو ژبو د زده کړو زمینه مساعده کړي.
د دې کار لپاره دې تش په نوم نه، بلکې په واقعي مانا جلا ټولګي جوړ شي او هر ټولګي ته دې د همغو په ژبه تدریس وشي. موږ نه غواړو چې دري ژبي ګلونه ماشومان او یا پښتو ژبې ګلونه ماشومان له خپل قانوني حقه محروم شي. له ټولو پست او بې شرمه کار د ماشومانو د حقونو خوړل دي. زهر دي شي!
بله خبره دا چې په مورنۍ ژبه د تدریس لپاره پراخه کمپاین په کار دی. هیله ده مدني فعالان، لیکوالان، وکیلان، د ماشومانو د حقونو مدافع ټولنې او… پکې برخه واخلي او پرینږدي چې په رڼا ورځ د تنکیو ماشومانو حقونه د بې کفایتیو او تعصباتو له کبله تلف شي.
۱۴۰۰/۱/۳۰
ماخذونه:
اساسي قانون
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه
دویچه وله، فارسی ویبپاڼه