جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزتاریخد مصر مرکز قاهره کې خلک د توپ په ډز روژه ماتوي

د مصر مرکز قاهره کې خلک د توپ په ډز روژه ماتوي

تاند ( سې شنبه، د ثور ۱ ) د مصر په مرکز قاهره کې یو ځل بیا له ٣٠ کلونو وروسته د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره توپونه چمتو شوي دي.

د مصر په ګډون به پخوا ډېری هېوادونو کې خلکو روژه مبارکه د توپ په ډز پیل او پای ته رسوله.

په همدې توګه به د روژې د پيل اعلان او د اختر د مياشتې ليده هم د همدغو توپونو په توغولو سره اعلانېدل.

د راپورونو له مخې د مصر مرکز قاهره کې د صلاح الدین ایوبي چې د مصر په تاریخ کې یې د پاچاهۍ د دورې ډېرې کېسې او لاسته راوړنې ثبت دي، د کلي خلک یې اوس هم د هغه د دوران د پاتې شوني توپ په ډز روژه پیل او پای ته رسوي.

په مصر کې د “صلاح الدین ایوبي” کلا کې نصب شوي توپونه د لومړي ځل لپاره په کال ١٤٦٩ کې د پیشلمي او روژه ماتي د وختونو لپاره کارول شوي وو.

د معلوماتو له مخې، دا توپونه د ډیرو پیړیو پخوا کاريدل، چې ديرش کاله دمخه د خرابيدو له امله بند شوي وو، خو پدې وروستیو کې ترمیم او بيا خدمت ته چمتو شوي دي.

د مصر د سياحت، لرغون پيژندنې او تاریخي ځايونو مرستیال وزیر ایمان زیدان ویلي چې دا ځل دا توپ د عصري ټیکنالوژۍ پر مټ په پخواني شکل کې په نوي بڼه رغول شوی دی، د توپ د ډزو اورېدو له پاره هر سهار او ماښام ګڼ ښاريان سترګې پر لار وي، چې دا زوړ دود ژوندى ساتي.

د معلوماتو له مخې، اوس د روژه ماتي پر مهال دا توپ یو ډز کوي او پر همدې ډز خلک روژه ماتوي او هم د پیشنمي پر مهال د دې توپ تر ډز وروسته خوراک بندېږي.

د معلوماتو پر بنسټ، له تېرو دېرش کلونو راهیسې د دې توپ په خرابېدو سره دا دود هم له منځه تللی وو خو اوس بېرته دا دود پلی کېږي.

صلاح الدین ایوبي د مصري تاریخ او مصري ملت لپاره هغه شخصیت دی چې د دې خاورې د ساتنې او ازادۍ لپاره یې بې شمېره فتحوحات کړي او د نوموړي جنګي کلا اوس هم د مصر د تاریخي سیمو څخه یوه ده او لا هم ساتل شوې ده.

د معلوماتو له مخې په دې کلا کې همدا نسب شوی توپ د ایوبي د وخت او د ده د جنګي مهماتو څخه یو پاتې شونی دی چې اوس پرې مصریان د احترام پر نیت روژه نیسي او ماتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب