Home+آی پي اېل: چینای سوپرکېنګ خپله دوهمه لوبه هم وګټله

آی پي اېل: چینای سوپرکېنګ خپله دوهمه لوبه هم وګټله

تاند ( سه شنبه، د حمل ۳۱) د هند سوداګریزو لوبو ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

راجستان پچه وګټله او چینای ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې.

ډوپليسي ٣٣، رايډو ٢٧ او معين علي ٢٦ منډې وکړې.

چيتان سکاريا ٣، کريس موريس ٢ د مقابل لوبډلې لوبغاړي وسوځول.

مقابل کې راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې  او لوبه یې د ٤٥ منډو په توپير و بایلله.

جاس بټلر ٤٩، انديکیټ ٢٤ او راهول ټيواټيا ٢٠ منډې وکړې.

 د چيناى له لوري معين علي ٣ لوبغاړي وسوځول، سام کرن او جدېجا ٢-٢لوبغاړي وسوځول.

دروانو لوبو ١٣مه لوبه نن د اپريل په ٢٠مه نېټه د ډيلي کاپيټلز او ممبی انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...