یکشنبه, دسمبر 14, 2025
Homeخبرونههرات کې موټر بم برید ۶ ولسي پاڅونوال مړه او ټپيان کړي

هرات کې موټر بم برید ۶ ولسي پاڅونوال مړه او ټپيان کړي

تاند ( سه شنبه،د حمل ۳۱) امنیتي مسوولان وایي هرات ولایت کې پر ولسي پاڅون کوونکو موټر بم برید شوی.

والي سید وحید قتالي وایي، موټر بم برید تیره شپه غوریان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته شوی دی.

د قتالي په خبره په دې برید کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

والي زیاتوي له موټر بم برید وروسته  وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو سره جګړه پيل  کړه او له څو ساعته وروسته په کې په زیات شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د والي قتالي په خبره، سیمې ته یې تازه دمي مرستندویه ځواکونه هم استولي دي.

بل لورته بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، یو ځانمرګي بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توک ډک موټر سره غوښتل د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر قرارګاه برید وکړي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شو او له منځه وړل شوی.

ارین زیاتوي په دې پېښه کې یو پولیس سطحي ټپي شوی دی.

د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...