Homeخبرونهافغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو له یوه زندان نه ۲۸ ملکیان...

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو له یوه زندان نه ۲۸ ملکیان آزاد کړي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۳۱) ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرتېرو یې تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي په دې عملیاتو کې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی چې شاوخوا اته ویشت زندانیان ترې خوشې کړای شول.

دفاع وزارت زیاتوي چې خوشې شوي کسان  ټول ملکي وګړي دي.

سرچینې دغه راز ویلي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې شپږ طالب وسله وال هم وژلي دي.

بل لورته بیا طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...