Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان کې د غوا او وریو د غوښې کلنی تولید تر یو...

افغانستان کې د غوا او وریو د غوښې کلنی تولید تر یو نیم مېلیون ټنو ورسېد

تاند ( سې شنبه، د ثور ۱)  د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت مسوولین په هېواد کې د غوا او وریو د غوښې د کلني تولید د ډېروالي خبر ورکوي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د احصایې او معلوماتو ریاست له خوا راټول شوې شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یومیلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده.

خبرپاڼه وایي، د شمېرو له مخې د تولید شوو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا غوښه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.

کابل د غوښې د تولیدوونکو او مصروفوونکو ولایتونو د نوم لړ په سر کې ځای لري.

دغه راز تر کابل وروسته، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار هم د غوښو عمده تولیدوونکي او مصرفوونکي ولایتونه بلل شوې دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه شته چې له دې ډلې یوزرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو فارمونه، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي.

دا مهال د هېواد په کورنیو بازارونو کې د غوا او وریو یوکیلو غوښه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت د غوښې د تولید د معیاري کولو په پار په یوشمېر ولایتونو کې ستر او معیاري مسلخونه جوړ کړي دي.

دا مسلخونه، د کابل، بلخ او هرات په ولایتونو کې جوړ شوي چې هر یوه یې په یوه وخت کې د یوزرو ۵۰۰ وریو او وزو او دغه راز د ۳۰۰ غواوو د حلالې وړتیا لري.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت داسې مهال د غوا او وریو د غوښې د تولید د زیاتوالي خبر ورکوي چې لا هم هېواد ته هره ورځ بې‌کیفیته او حلال شوي څاروي له نورو ګاونډیو هېوادونو راوړل کېږي او په ازاد ډول بازارونو کې پلورل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...