جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماکرن جوهر کارتيک ارين له (دوستانه ٢) فلم څخه ووېست

کرن جوهر کارتيک ارين له (دوستانه ٢) فلم څخه ووېست

هندي رسنۍ وایي، چې د بالیووډ فلمونو پیاوړی لوبغاړی کارتېک ارین له دوستانه ۲ فلم څخه اېستل شوی دی.

د راپورونو په حواله، د باليووډ مشهور فلم جوړونکى او د دهرما پروډکشن مشر کرن جوهر د اداکار کارتيک اريان د چلند نه خپه شوى دى او هغه يې د خپل فلم (دوستانه ٢) نه ويستى دى.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د (دوستانه ٢) فلم لپاره د کارتيک اريان سره جانوي کپور هم اخيستل شوې وه خو اوس ارین له دې فلم څخه اېستل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د دوستانه ۲ فلم د ثبت پيل په ٢٠١٩ کې شوى و، خو وروسته بيا د کورونا له امله د فلم ثبت وځنډېده.

اوس ځينو رسنيو ادعا کړې ده چې دهرما پروډکشن اداکار د کارتيک ارين سره له کار کولو څخه انکار کړى دى او غواړي چې د هغه پر ځاى په دې فلم کې بل څوک واخلي.

دغه پروډکشن همدا راز دا پرېکړه هم کړې ده چې د دوى تر چتر لاندې په فلمونو کې به هم په راتلونکي کې کارتيک ارين نه اخيستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٩ کال کې د (دوستانه ٢) فلم په کيسه کارتيک ارين ځينې نيوکې لرلې، خو ٢٠ ورځې يې د دې فلم لپاره ثبت کړى و او له هغه وروسته يې کيسه تاييد کړې وه.

له بلې خوا دا هم ويل کېږي چې کرن جوهر په انسټاګرام کې هم کارتيک ارين ان فالو کړى دى، خو کارتيک ارين بيا تراوسه پورې کرن جوهر نه دى ان فالو کړى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب