Homeخبرونهبادغیس کې یوه نفوذي کس درې پولیس وژلي

بادغیس کې یوه نفوذي کس درې پولیس وژلي

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۹) د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعظیم بېګ وایي، تېره ورځ مازدیګر د مقر ولسوالۍ سنجیتک کلي کې یوه نفوذي کس درې پولیس وژلي دي.

بېګ زیاتوي یاد بریدګر له برید وروسته د پولیسو وسلې هم له ځانه سره طالبانوته وړي دي.

د دې پېښې په اړه د بادغیس امنیتي مسوولانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په هرات ښار کې تېر ماښستن د مجاهدینو بریا ورځې په مناسبت پراخې هوایي ډزې شوي.

ځايي خلک وایي د دې ډزو له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د هرات اوسېدونکي پر امنیتي مسوولانو د نیوکې ترڅنګ، د پېښې د عاملينو سره د قانوني چلند غوښتنه کوي.

بل لورته بیا د هرات ولایت مقام وايي چې د دغه هوایي ډزو په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي دي.

ننګرهار کې پر لمونځ کوونکو برید؛ د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...