جمعه, فبروري 6, 2026
Home+آی پي اېل: حیدراباد لوبډلې درېمه ماتې هم وخوړه

آی پي اېل: حیدراباد لوبډلې درېمه ماتې هم وخوړه

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۹) د هند سوداګریزو سیالیو «آی پي اېل» نهمه لوبه د ممبی انډينز او سنرايزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ممبی پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ممبی انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې.

ډي کاک ٤٠، پولارډ ٣٥ ناسوځېدلې او روهيت شرما ٣٢ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې مجيب الرحمن او شنکر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د سنرايزر حیدراباد ټوله لوبډله په ۲۰ ام اور کې د ١٣٧ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

جوني بريسټو ٤٣، ډيويډ وارنر ٣٦ او ويجى شنکر ٢٨ منډې وکړې.

 ممبی لپاره بولټ او راهول چاهار ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د هند سوداګریزو لوبو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي.

رايل چېلنجرز بېنګلور له کلکته نايټ رايډرز او د ډهلي کاپيټلز له پنجاب کېنګز لوبډلو لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...