شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنورستان کې د چهار مغزو عایداتي ځنګل جوړېږي

نورستان کې د چهار مغزو عایداتي ځنګل جوړېږي

تاند ( شنبه، د حمل ۲۹)  د نورستان ولایت چارواکي دې ولایت کې په سل جریبه ځمکه د چهار مغزو د عایداتي ځنګلونو د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست چارواکي وایي چې د مرکز په ګډون په اړوندو سیمو کې د ځنګلونو د پراختیا او ودې لپاره یې هڅې پیل کړي دي چې په ترڅ کې به یې ددې ولایت د ځنګلونو پراختیا ته زمینه برابره شي.

د نورستان ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، سږ کال د یاد ولایت په مرکز پارون او اړوندو سیمو «ډیوې، کشتکي او چټراس» کې د کرنې ریاست له خوا د چهارمغزو ۱۰۰ جریبه عایداتي ځنګلونه جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، د نورستان د کرنې ریاست، د دې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ګړندۍ کړي، هڅه کوي چې په ترڅ کې یې تخریب شوي او نوي سیمې په ځنګلونو وپوښل شي او تر څنګ یې له دې لارې د چهارمغزو تولیدات ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړیو ورځو کې د نورستان والي ویلي وو، تمه لري چې د لومړي ځل لپاره به سږ کال دې ولایت ته د تر ټولو وختونو په پرتله د سیلانیانو تګ راتګ کې زیاتوالی راشي.

هغه ویلي وو چې د ملي پارک په توګه د نورستان د ځنګلونو تر اعلان وروسته به لومړی ځل سږ کال وي چې د ډېر شمېر سلانیانو کوربه شي.

تېر کال د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور ولاړې اوبه، د کندز امام صاحب او د تخار درقد ولسوالي د ملي پارک او ندي شویو سیمو په توګه ونومول شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب