جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي

اروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۸) اروپایي ټولنه وایي تمه لري چې طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي انډرېس وون پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو له همدې امله طالبانو ته په کار ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په ترکیه کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

انډرېس وایي اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو ملاتړې ده له همدې امله یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کوي چې مذاکرات شدید او تاوتریخوالی راکم کړي.

ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په څلورویشتمه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړ شي، چې طالبانو وار له مخه په دغه کنفرانس کې خپل ګډون رد کړی دی.

بلخوا تېره ورځ طالبانو ویلي، قطر کې د سولې پر خبرو او ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستو له سره غور کوي.

طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، دوحه کې خبرې په ټپه ولاړې دي او د ترکیې د ناستې برخلیک لپاره انتظار باسي.

یاد پلاوي زیاته کړې چې تر دې مهاله په قطر کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په ټپه ولاړي دي، خو په خبره یې چې موږ د استانبول د ناستې د برخلیلک لپاره انتظار باسو.

د ترکیې د ناستې نېټه، د روانې اپرېل میاشتې ۲۴مه ټاکل شوې ده، کوربه هېواد، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ورته چمتووالی نیولی، خو طالبانو له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه وځنډوله، وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري، نو طالبان به په هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو په کې پرېکړې کېږي، ګډون ونه کړي.

4 COMMENTS

  1. اوس وخت دی چه داسی غونډی به دافغانستان داستعمار لپاره نوی پروژی تطبیق کړی. په دین او وطن مین کسان یی باید خطر احساس کړی.

  2. أعوذ بالله من الشيطان الرجيم. بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
    وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ. دا د الله(ج) امر دی.
    لعنت دې پر هغو وي چې د انسانانو تر منځ نفاق او شر اچوي او خلک د الله له امره او مدنی اصولو منحرفوي. ټول اسلامي او غیر اسلامی نړي دولت او طالبان مشورې او خبرو ته را بولې، خو د لعین شيطان نماینده ګان او اولاده یې ګمراهې او انحراف ته رابولې. تف لعنت مو په داسې انسانیت او اسلامیت.

  3. دارګ مزدوران په ساده خبره نه پوهیږی نو هغه به بیا په شوری او دهغی په محتوی او شرایطو څنګه پوه سی.

  4. ملا ثابته، ثابته دې کړه چې بېسواده يې. اول یې ولوله بیا یې امضا کړه. پښتو زده کړه ملا بې ثباته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب