شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهتخار کې دوه کسان د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د غلا پر...

تخار کې دوه کسان د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د غلا پر تور ونیول شول

تاند (یکشنبه د حمل ۲۹) تخار کې پولیسو دوه تنه د صرافۍ له سرای څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالر د غلا په تور نیولي.

د ځايي چارواکو په وینا دغه کسان نن سهار د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار، صرافۍ سرای کې نیول شوي.

د تخار امنیه قوماندان اکرام الدین سریع ویلي، دې دوه تنو د سرافۍ د سرای د دوو دوکانونو بام او دېوالونه سوري کړي و او غوښتل یې پیسې غلا کړي، چې امنیتي پوستې او د تخار د صرافانو د ټولنې رییس د اطلاع پر اساس د پولیسو له خوا ونیول شول.

نوموړي زیاته کړې دې کسانو د صرافۍ سرای تر څنګ د رخت پلورنځي په یوه سرای کې دوکان په کرایه نیولی و او له هغې یې په ګټې اخیستنې سره د صرافۍ د سرای د دوو دوکانونو دېوال او بام سوري کړي و.

د تخار د امنیه قوماندان په خبره چې دا قضیه تر څېړنې لاندې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب