Home+زمبابوې د پاکستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

زمبابوې د پاکستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۹) ټاکل شوې، چې د زمبابوې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د راتلونکي اپریل میاشتې په ۲۱مه نېټه د ۳ شل اوریزو او ۲ ټيسټ لوبو لړۍ پيل شي.

تازه زمبابوې کرکټ بورډ دې لوبو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ به لومړی لومړی د شل اوره لوبو لړۍ ترسره شي.

لومړی شل اوره لوبه د اپریل میاشتې په ۲۱مه دوهمه يې په ۲۳مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۲۵مه نېټه تر سره کیږي.

دغه راز  لومړۍ سیالۍ به يې د اپریل په ۲۹مه او وروستۍ هغه يې د مۍ میاشتې په اوومه نېټه تر سره کیږي.

د یادونې ده چې پاکستانۍ لوبډلې په همدې میاشت کې له افریقا سره په افریقا کې درې پنځوس اوریزې او څلور شل اوریزې سیالۍ تر سره کړې، چې پنځوس اوريزې يې دوه د یو په مقابل کې او شل اوريزې يې درې د یو په مقابل وګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...