یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو

ليکنه عبدالوحيد وحيد

په افغانستان کې د دښمني پاللو، د مقابل لوري د ماتولو او واک ته د رسيدو په موخه د مقدساتو نوم کارول، له پرديو څخه د مرستو ترلاسه کول، د قوم ژبې سمت او جنس په نوم سياست کول له څو لسیزو راهیسې ګټوره نسخه ده. زه په جهاد باندې ايمان لرم او فرض يې ګڼم، خو په ژور تأسف سره وايم چې د ځينو سياستوالو لخوا د جهاد تر سپيڅلي نوم لاندې د واک په سر جګړې منفور يادونه مې اوس هم کړوي او ځوروي. د چهاراسياب، بالاحصار، خيرخانې، کوټه سنګي، چنداول او کمپنئ ملوک الطوائفي مو ياده  او له تکرار څخه يې ويره لرم.  له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا په ډيرو جګړو باندې د جهاد ټاپه لګېدلې ده، هر قاتل ځان ته د غازي او هر مخالف د مرتد، باغي، اشرار، شر اوفساد د دين او هيواد د دښمن  يا هم د روس، ايران، پاکستان او امریکا د اجير په تور وژل شوئ ده. د واک په سر جګړه مقدسه نه ده. د کابل ويجاړونکو جهادي ډلو د افغانانو سپيڅلي جهادي روحیه وځپله او مجاهدینو د اسلامي نظام د جوړولو او د نفاذ علمي وړتیا او سياسي پوهه نه درلوده.

د جينوا په تړون کې د مجاهدینو په استازيتوب د پاکستان لاس ليک د مجاهدینو اصالت او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره غلطي وه. کمونستان د دوه مليونه افغانانو قاتلان دى، نجیب د خاد د رئیس په پوست کې يو افغان وژونکۍ وه، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه. په اويايمه لسيزه کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب د بينن سيوان د سولې له بهیر سره په لمړي سر کې د نجيب بانې او پلمې، بيا د ځينو جهادي ډلو او پرچميانو لخوا د دغه بهیر سبوتاژ کول له ولس جهاد او هيواد سره جفا وه. ځينې جهادي ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبيت سياسي ويروس له خلقيانو او پرچميانو څخه ځينو جهادي ډلو ته ولګيده، د بن پريکړې دغه خطرناک ويروس ښه څورب کړ او اغيزې يې زمونږ په ټولنيز وجود کې لاهم ژورې شوې.

کرزى محافظه کار مصلحت خوښونکئ مشر وه خو ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه يې خورا لوړه وه. د اوسنی حکومت د پراخ فساد له امله تر ستوني رسېدلي يو، بدلون او سمون ته اړتيا لرو، چې خو د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته  فاجعې د تکرار د مخنيوي لپاره ترهغو چې مو توان وي د حکومت نسکوريدو مخالفت کوو. سياسي ګوندونو په ولس کې خپل ټولنيز مقبوليت بايللئ ده او بيرته ترلاسه کول به يې وخت وغواړي. د واک په سر افغان وژونکي مجاهد نه ګڼو،  ارګ ميشتي  نه زمونږ په ديني معتقداتو باندي پوهيږي او نه هم ملي ارزښتونه پيژني. د واک مجنونان او تعهد ماتونکي شخصيتونه دي . د قوم ژبې سمت مذهب جنسيت او قشر په نوم سياسي دوکانداري يوازې هغو سياستوالو ته ګټه رسوي چې ولس ته يې هيڅ نه وي کړي. په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټول هېواد  تنور ته اچوي.

طالبان يو دروند عيني واقعیت ده. د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. فکري جګړه کوي خو په تعبيرونو او کړنو کې افراط کوي. له هغوى سره له سولې کولو پرته حکومت مطلقاً ناکام ده، د نظام د سمون لپاره د هغوى اغيزمن رول لوبولو ته سخته اړتیا لرو، له اوسنيو چارواکو څخه د هغوى په مشرتابه کې پاک افراد زيات دي، مګر په سياست کې د نورو ډلو په پرتله تجربه نه لري، پردي يې په اسانه غلطولاى شي، په ترانو او احساساتو باندي چليږي. په مصنوعي تشريفاتي کړنو غوليږي. د خليلزاد د سلامونو ترشا د امریکا د پټو موخو د درک وړتيا نلري. د نورو نيمګړتياو سربېره په يوازې سر حکومت يقيناً نشي کولاي. د سولې لپاره يې له افغان حکومت څخه مخکې له امريکا سره د تړون لاسلیک کول سياسي ځان وژنه وه.

علما زمونږ د فردي او ټولنيزو معنوي رنځونو طبيبان دي، خو ستونځه يې داده چې دغه ډله د اختلافاتو ښکار شوي دي او د شرعي اختلافي مسائلو په وړاندې د حل او فصل متفقه سرچینه نه لرى، ځانونه فرداً فرداً واجب الاحترام او له هر ډول نيوکو مستثنا ګڼي. بدبختي لا داده چې دغه استثنا ته شرعي رنګ ورکوي.

هغو سياستوالو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي چې فاميلونه يې په بهر کې او خپله په کابل کې ناست وي. د دين، ديموکراسي، ملت پالنې او توکم پالنې تر شعار لاندې د سياسي دوکانداري کولو دنده ترسره کوي. زمونږ د ستونځو يو بل لامل دلته د دوه ګوني تابعیت درلودونکو اشخاصو واکمني ده.  دغه خلک د کړکېچ په مهال هيواد پريږدي.

د ډنډې په زور حکومت کول خيال او محال ده، په افغانستان کې د واک د انحصار فکر ليونتوب ده، افغانان شهامت او شجاعت لرى، خو سنجيده خلک نه دي.  هر وخت احساساتي عمل کوي او همدغه ځانګړتيا ورته زيان رسولۍ ده. د نظامونو د نسکوريدو وړتیا لري خو د جوړېدو هنر يې نه ده زده.

د ايرانيانو په اصطلاح “ګذشته را صلوات” راځئ اوس څه کولو ته اړتيا لرو. په اوسنيو شرايطو کې د شخص د واک خبره راته اهميت نلري، خو له ګډوډي څخه د هېواد د نجات لپاره د نظام دفاع خپله دنده ګڼم. د زعامت ټاکل يوازې د ولسي ټاکنو له لارې شونئ ده. له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته په روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنيزه، لوجستیکي، تسليحاتي او مالي برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځي جګړو چل مو زده ده، خو د خپلمنځي سولې لپاره مو هروخت نورو ته سترګي نيولې دي. د جينوا، مدينه الحجاج راولپنډي،  ګورنرهاوس پيښور، جبل السراج، ماهيپر، بن او دوحې تړونونه يې ښې بيلګي دي.

که د سولې هدف مو ترلاسه کول غوښتل، نو په ټاکنيز سيستم کې بدلون او نوماندانو ته د وړتیا لپاره شرائط ايښودل اړين دي د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده. د کمونيزم بېخ ته زمونږ کمونستان کيناستل، اسلام ته د اسلام په نوم د سياست کونکو دلالانو زيان ورساوه، ديموکراسي له غرب څخه را وارد شويو له ملي ګټو څخه ناخبرو روڼ آندو وشرموله او بالاخره دلته  افغانانو په سپيڅلو نومونو، د پرديو په مرسته د پرديو د ګټو،  په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره جګړه وکړه. افغانان يې ووژل او دغه لړئ لاهم دوام لري.

مونږ پوهيږو چې ځينې سياستوال په واک کې د پاتې کېدو، واک ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو او  ځينې نور د مقدساتو ترشا ځان پټوي، خو جګړې ته پردي بچيان استوي. مونږ يې وينو چې د جګړې پلويان په خپله په زرې (مرمئ ضد) موټرو کې ګرزي، د سيمټي ديوالونو ترشا اوسيږي او اولادونه يې په بهر کې خوندي ژوند کوي. مونږ هغه ليوان پيژنو چې زمونږ د دوکه کولو لپاره يې د پسونو پوستکي اغوستې دي، مونږ ته معلومه ده چې فساد له څومره لوړ مقام څخه سرچینه اخلي، مونږ يې وينو چې څوک اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي، مونږ غل، مل او قاتل سره بېلولای شو، مونږ رب ته په سجده نسکور او د چاپلوسي په موخه  کاږه سرونه ښه پيژنو، مونږ د ليلا  مجنون او د شيدو مجنون سره جدا کولاي شو، مونږ په محراب کې د امام او شيطان ترمنځ توپیر کولاي شو. پردي ماتولای شو، خو د خپل ټوټه ټوټه ټولنيز بدن د جوړولو وړتیا نلرو. زمونږ د تاريخ حافظه لاهم دومره وړتیا لري چې؛ چا د دين ولس او هيواد د خپلواکي، بريا سپيڅلتيا او پرمختګ لپاره  خپلې ککرې قربان کړې او چا د خپلو موخو لپاره د شهيدانو په وينه باندې سوداګري وکړه، کامياب او کامران شول.

اوس داده استامبول ته روانيږو. اړينه داوه چې اوس مو د جګړو دروغجنه تقلبي بريا او د سولې عزت او عفت درک کړۍ واى. استامبول ته له ملي اجندا افغاني وقار او ايماني فراست سره تللي واى، خو متاسفانه عيني واقعیت همداسې نه ده. هر چا طرحه جوړه کړې ده هرچا خپل ځان او غوښتنې پکې د ګوند سمت قوم ژبې نسل او جنس تر پوښښ لاندي ځاى کړى دى. مونږ له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې د ازغو په سر مزلونه کوو. مشران مو د پرديو لخوا کارول شوي او ولس مو مشرانو د مقدساتو په غولول شوى دى.

زمونږ مفتوح او مغلوب هيوادونه لاهم په نړئ حکومت کوي خو مونږ د پرديو خيرات ته پروپوزلونه جوړوو. پردئ ډوډئ ته ناست يو او پرديو مرستو پروپوزلونه جوړوو. په خپل غولي باندي ناستى د شنو چايو څکل او د خپلو شخړو هوارول راڅخه هير شوي دى.

له ټولو لوستونکو څخه هيله مند يم راڅخه خفه نشئ. له هيڅ اړخ سره دشمني کينه او عقده نلرم. يوازي له رواني جګړې څخه ستومانه شوى يم.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد کابل افغانستان

7 COMMENTS

  1. وحید سیب ښه لیکنه ده خدای دی وکړی دواړه خواوی ځینی څه زده کړی.
    استقلال صبر غواړی کنه بیا به دانګریزانو مکرری تجربی راسی. له دوست محمده تر عبدالرحمانه او بیا دحبیب الله نه تر امان الله او یا ظاهر او داوود.
    دوه کاله مخته می دپوهنتون ملګری ولیدل چه په هغو کی یو ددولت له بیخه خبر او دسفارتو خواره وضع ورته معلومه وه. دهغه په قول اوسنی حکومت له طالبانو نه سوا بل څوک نسی پاکولی. زه چه تیر کال وضعی ته متوجه وم نو هغه خبره می باربار رایادیده.
    اوس داسی مالومیږی چه اوسنی اداره بیخی دامید وړ نښکاری. هغوی وښودل چه هغه سولی ته نه رضا کیږی. نو په داسی وخت کی به طالبان له چا سره سوله وکړی. اوسنی خبری به دامریکا او اروپا په ګټه وی. هغوی ټول لا له جنګه سوا بل خیال نلری. کیدای سی دامریکایانو له شړلو وروسته دکابل اداره لیږ سد سرته راوړی. نو داختیار په حالت کی ستاسی نظر بیخی دتاید وړ دی. مګر افسوس حالات خراب دی او ډیر تامل او فراست ته ضرورت دی.
    افغانستان هم آزادی غواړی او هم اسلامی حکومت. طالبان که پوه دی یا ناپوه هغوی په اسلامی حکومت ښه پوهیږی او له دی کبله هغوی پاک حکومت راوستلی سی. دا چه اوس اختلاف په اسلام دی نو مونږ باید داسلام خبری ته ترجیح ورکړو.
    زه خو وایم چه دتالبانو خبره ښه ده. ټولی خبری دی دکال تر اخره وځنډول سی. کله چه امریکایان او اروپایان نور په کور کینی نو بین الافغانی مذاکرات دی وسی. هلته بیا دسولی زیات امکانات سته. که ښه که بده مګر هغه به افغانی وی.

  2. مننه جناب طاهر ثابت صاحب محترمه
    له نظر سره مو په بشپړه توګه موافق يم. سنجول شوى معقول او موجه دريز ده. شپه تياره کشتئ سورئ هوا توپاني او ماڼو په چل نه پوهېږي. مونږ هم اندېښنه لرو چې هسې نه چې په دغه ترينګلي امنیتي وضعیت کې ورک شو.
    که دواړه خواوې د دغه شريک هيواد لپاره په شريک ډول شريک کار ونکړي شريکه ملي اجندا تعقیب نکړي دا وړئ نه شړئ کيږي. دواړه خواوې به د پرديو د لاس اله وي. خپل وروڼه به وژنې. خپلې خويندې به کونډې کوى او خپل هېواد به ورانيږي. بس

  3. ملا ثابته دا دې ونه ويل چې تر سپتمبره به دا افغان وژنه روانه وي. او تاسې تورمخې کوډاګیان به ترې خوند اخلي. که د الله رضا وه مخ مو انشاءالله حتما تورېږي.
    چې بد ګرځي بد به پرزي. لعنت د وي د افغانستان په داخلی او خارجي دښمنانو.

  4. و هلکه فهیمه! دا بد خلقي او ښکنځل دي پر خپل دسترخوان زده کړي، که د خلکو داړلو په خاطر ته هم له ارګه ډالري معاش اخلې؟
    زه خو چې ګورم ستا په اصطلاح ملا ثابت تر تا زیات تحمل، منطق او زغم لري او هم یې املا و انشا تر تا لوړه ده. خامخا باید ته و هر چا ته خوله ور واچوې، …. در څخه ورکه ده که کومه بله ستونزه لرې؟
    د چا به ټامي خوښیږي او د چا طالب یا بل څوک.

    له تانده د ښکنځلو او بدرد ویلو شپول مه جوړوه!

  5. ملا محمده. ما خو ملا ثابت ته څه بد نه دې لیکلي. یوازې مې ورته د ګوډاګي خطاب کړی. دا تاسې چې تمامه ورځ د یوه ملت دولت او ولسمشر ته یې په نامه بد او رد لیکې، چا تاسو ته ویلې چې مه یې لیکې. د ملا ثابت ټولې لیکنې خلک جنګ ته هڅوي. له لیکنو یې ښکاره ده چې ګوډاګۍ دی. هغه یوه ورځ هم په تاند داسې څه نه دې لیکلې چې د آفغان ملت او حتی د طالب په خیر وي. نو که ته پرې خفه يې لوله یې مه. کنه زه به فکر وکړم چې ملا ثابت دې یا پلار دی، یا ورور او یا خسر او یا کوم بله ……..اړیکه ورسره لري.
    دوهم خبره چې ما لعنت کړئ د افغانستان دښمنانو ته. که تاسې د افغانستان دښمنان یاست، پر تاسو دواړو دې لعنت وي. کنه ملا محمده له نوم نه دې جار شم لکه سپی هر چا ته مه خوله اچوه او مه غاپه. ځدای که دې دسترخوان لیدلې هم وي.
    راځم اصل مطلب ته، زه نه د ارګ مزدور یم نه او لکه تاسو د پاکستان نوکر. زه افغان یم. او هر څه چې لیکم د خدای په خاطر او ددې ځپل شوي ملت او خلکو په خاطر یې لیکم. تاند رڼې سترګې لري او هر څه چې پرې ليکل کېږي لولي. ستا لیکنې هم لولې چې ددولت کارکوونکو بد او رد لیکې.

  6. فهيم جانه ګيډی ګيډي سلامونه
    تاسي يواځي نه ياست په مليونو وطن دوسته افغانان ستاسو هم نظره دی او ستاسو خواخوږي او سپيڅلي احساسات درک کوي. دا وحشيان به هيڅ کله د آ اس آی له پور پاګندي لاس وانخلی ځکه دا وحشيان آ اس آی د ځان روزيرسان بولي نو ځکه دوی د افغانانو په پرهارونو خپلي خولي ګونګي نيولي او د اسلام په نامه درواغ او بابولاي وايي.

  7. محمده وروره سلامونه او مننه.
    فهیمه، محمد سیب ستا په ښه خبره کړی. که مزدور نه یی اعصاب دی سم کړه. افغانستان نه زما او نه ستا په لاس دی. دیو مسلمان په صفت زما هیله دا ده چه مونږ ټول علم زده کړو او خپل دماغونه په فکر کولو باندی عادت او آموخته کړو. که دا وسی نو نه به امریکایان نه به شاه شجاعیان دهغه دبربادی سوچ وکړی.
    فهیمه زه نه یم خبر دکوم ماحول هستی یی. دا چه عربی نوم لری او په پښتو خبری کوی نو یقین کولای سو چه له مسلمانی کورنی ځخه یی. نو لیږ اسلامی عقیده زده کړه او له هغه سره داسلام فرایض او اخلاق. زه پوره باور لرم چه بیا به دنامسلمانو اصطلاحات پریږدی او یا اقلا دهغو صحی استعمال به زده کړی.
    ملا عالم هر مسلمان باید ملا وی، ملا دا معنی لری چه دخپل دین په فرایضو او حقوقو خبر وی. دا دهر مسلمان وجیبه ده. افسوس نامسلمانو افغانانو دا خبره په مسلمانو کی عادی کړی او حتی تقواداره مسلمانان هم دا خبره کوی. مسلمان دخپل دین په زده کړه نه شرمیږی او نه دکفری عادتو خواته میلان لری او یا پری افتخار کوی.
    نو فهیمه ستا به دا خیال وی چه زه به ستا دملا په لقب ازار سم. زه وایم خدای دی ټول افغانان ملایان کړی ستا په شمول،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب