جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماشاروخ خان د اوونۍ د رخصتي ورځ په څه تېروي؟

شاروخ خان د اوونۍ د رخصتي ورځ په څه تېروي؟

تاند ( جمعه، د حمل ۶ ) د بالیووډ سینما پاچا او د هندي فلمونو تکړه اداکار شاروخ خان په خپله وروستۍ مرکه کې ډېرې نوې او جالبې خبرې کړې دي.

هغه وایي؛ د اوونۍ د رخصتۍ ورځ یعنې یکشنبه د خپلې مېرمنې په خوښه تېروي او بېګم چې یې هر څه کول غواړي دی یې باید ملاتړ وکړي.

شاروخ خان چې په تلوېزیوني مرکه کې له فریده جلال سره غږېدلی د خپل اونیز پلان په اړه خپلو مینوالو ته د ځان په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ د یک شنبې ورځ چې د رخصتۍ ورځ وي له خپلې بېګم ګوري خان سره د هغې په خوښه ورځ تېروي.

شاروخ خان وایي؛ ګوري خان له نڅا سره بې کچې مینه لري او تر ډېره پورې د یک شنبې ورځ هغه نڅا ته ځي او لېواله وي، ترڅو نڅا وکړي.

د ګوري خان سره د واده په اړه هم شاروخ خان وپوښتل شو او په اړه یې ځواب کې وویل؛ دا د هغې رښتینې مینې علت و او دی چې خپل ژوند یې له هغې سره شریک کړ.

ګوري خان یعنې د شاروخ خان مېرمن سره له دې چې ډېره ښکلې هم نه ده، خو بیا هم د فلمونو د نړۍ دا ستر اداکار له ګوري خان سره ګډ ژوند تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند فلمي ستوري په نړۍ واله کچه زیات مینوال لري او آن د نړۍ ښکلې پېغلې ورسره د یو ځل ملاقات په ارمان دي، چې تر ډېره پورې یې دا ارمانونه لا هم ارمان پاتې شوي دي.

شاروخ خان چې زیات د رسنیو مخې ته نه راځي، مرکې ورسره په سختۍ کېږي او که مرکه ورسره کېږي، زیاتې پوښتنې بې ځوابه پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب