جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر بایډن: ګرانه ده چې د مې تر لومړۍ دې ځواکونه وباسو

ولسمشر بایډن: ګرانه ده چې د مې تر لومړۍ دې ځواکونه وباسو

تاند(جمعه، د حمل ۶) د امریکا ولسمشر جو بایډن یو وار بیا وویل چې د ټرمپ له ادارې سره د طالبانو د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلی نه شي.

ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په تخنیکي دلایل سبب کېږي چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه شي وتلای. ده لوژیستیکي ستونزو او په ناټو کې د امریکا د متحدانو یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې ګڼو امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو له افغانستانه مخکې تر دې چې په دې هیواد کې د سولې په اړه ډاډ ترلاسه شي د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

بایډن وویل«په تخنیکي دلایلو ګرانه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه عملي شي. زما نه غواړم چې هلته د ډېر وخت لپاره پاتې شو. موږ به ځواکونه وباسو، خو پوښتنه دا ده چې کله به ووځو.»

تر دې وړاندې هم د روان مارچ په لومړیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي و چې دا به ګرانه وي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې د لومړۍ نېټې ضرب‌الاجل عملي شي، خو بلېنکن وايي، امریکا چې هره پرېکړه کوي، د ناټو متحدانو نظر به په‌کې شامل وي.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک پرون (پنجشنبه) د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، که په اوس وخت کې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د افغانستان امنیتي وضعیت به خورا کړکېچن شي.

ده همداراز وویل، هغه ملاتړ چې امریکايي پوځیان یې له طالبانو سره د مبارزې په ترڅ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کوي، د دوی په بریالیتوب کې مهم او رول لري. د ده په ویثنا افغان ځواکونه تراوسه نه ښه هوايي ځواک لري او نه لوژیستیکي امکانات.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرښاغلی بلېنکن په بروکسل کې وویل، افغانستان ته له ناټو متحدانو سره ګډ تللي وو او په ګډه به له دې هېواده وځي، نو ځکه د ده په خبره غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظرونه شریک او د هغوی نظر واوري.

ده زیاته کړه: “موږ له خپلو ناټو متحدانو سره یو موټی یو چې دا جګړه په مسؤلانه توګه پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له خطره وباسو. همدومره په ډاډ ترلاسه کولو کې یو موټی یو چې افغانستان هېڅکله بیا د ترورېستانو په خوندي ځای بدل نه‌شي چې امریکا او زموږ متحدان تهدید کړای شي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب