شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمسعود: ولسمشر غني دې له واک نه لاس په سر شي

مسعود: ولسمشر غني دې له واک نه لاس په سر شي

تاند (پنجشنبه د حمل ۵) د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني دې د سولې د راتلو لپاره واک پرېږدي او سولې ته د رسېدو لپاره دې یو انتقالي حکومت جوړ شي.

احمد مسعود د فرانسې له ۲۴ ټلوېزيون سره په مرکه کې تور لګولی چې ولسمشر غني قومي شخړې جوړې کړې، د فساد پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی او اوس بايد له واکه لرې شي.

نوموړی چې څه موده مخکې د خپل پلار ځای ناستی شو، سولې ته د رسېدو لپاره يې د امريکا د طرحې ستاينه کړې او زياته کړې يې ده چې د ولسمشر غني طرحه د عملي کېدو وړ نه ده.

د امریکا د طرحې په اساس په استانبول کې يوه غونډه جوړېږي چې په کې به حکومت، طالبان او ښکېلې غاړې پر يوه انتقالي حکومت هوکړه کوي.

دغه طرحه د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي، مارشال دوستم او ځينو نورو سیاسیونو هم ستايلې ده، خو ولسمشر غني يې په بدل کې د تر وخت مخکې ټاکنو خبره ياده کړې ده.

ولسمشر غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې

خو د نظار شورا د یاد وژل شوي قوماندان زوی زیاته کړې چې د هېواد امنيتي وضعيت، پر ټاکنو د خلکو کم باور او سياسي کشالو ته په کتو، د ولسمشر غني دا طرحه چې تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي، د عملي کېدو وړ نه ده.

احمد مسعود ويلي، خلک د ټاکنو له کمېسيون هم خوښ نه دي او پر پرېکړه یې باور نه لري.

3 COMMENTS

  1. ahemd massed want place in power and find place for punjsheery landagher.
    his father amad shah massod was agent of K G B
    BUT HIS SOON IS WORKING FOR IRAN
    Ahmad shah massed sold minerals his brothers also collect millions dollars from corruption.
    AFGHANS GETTING MORE SMART,THEY KNOWS EVERY ONE CORRECTLY
    NO MORE PLACE FOR MUJAHDEEN.
    THANK YOU

  2. پاکستان در یک مراسم نظامی بنام یوم پاکستان یکتعداد تانگ های روسی را به نمایش گزاشت که بعد از شکست دولت نجیب توسط برهان الدین ربانی و احمدشاه مسعود به اردوی پاکستان منحیث تحفه داده شده بود
    در این مراسم اصف غفور سخنگو ارتش پاکستان از احمدشاه مسعود منحیث بهادر مجاهد جهاد افغانستان یاد کرد و از تمام مجاهدین که در خط دفاع از پاکستان قرار داشتند تشکری کرد
    در این مراسم یکتعداد هلیکوپتر و جت جنگی که نشان اردو افغانستان را داشتند نیز ‌در موزیم نظامی پاکستان به نمایش گزاشته شد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب