شنبه, مې 11, 2024
Home+په فاټا کې اصلاحات| مونا نصیر

په فاټا کې اصلاحات| مونا نصیر

دا یو حقیقت دی چې دوې لسیزې ترهګرۍ د هیواد قبایلي سیمې ویجاړې کړي دي. سره له دې چې په شمالي وزیرستان کې د سختدریځو پر ضد په پراخه پیمانه پوځي عملیات وشول، که دا سیمې ښه اداره نه شي، یو وار بیا په اسانه د تشدد او ګډودۍ په میدان بدلېدای شي. د عملیاتو ترڅنګ پوځ او پولیس په سیمه کې فعال حضور لري.

د ۲۵ ترمیم نژدې دوه کاله وځي چې پر اساس یې په فاتآ یا قبایلي سیمو کې اصلاحات وشول؛ خو تراوسه پورې یې د پام وړ نتیجې نه دي لیدل شوي.

په پخوانیو قبایلي سیمو کې (چې اوس له خیبر پښتونخوا صوبې سره تړل شوي) د داسې کسانو له لوري، چې وړتیا یې نه لرله، په ډیر غیرمسلکي ډول اصلاحات شوي. لکه د پولیټیکل ایجنټانو زوړ سیستم، د لیاقت پر اساس (میرټ) د ځايي ادارې ګومارل له منځه تللي او د رشوت ورکولو او انحصار اخیستو پخوانی حالت پر ځای دی.

په دغو سیمو کې ټاکل شوي کسان ځان ته د پولیټیکل ایجنټانو په سترګه ګوري چې هیڅ ډول ټولنیزه ذمه واری نه لري او ځان له محاسبې بر (ماورا) ګڼي. دوی عموماً په دې نه پوهېږي چې ځمکې څنګه وویشي او یا د ځمکو له تقسیم سره څه رنګه چلند وکړي؛ اکثره یې پر وړو مامورینو اتکا کوي. او غریب خلک مجبوره دي چې د خپلو کورنیو په منځ کې د جایداد او ځمکو د ویش لپاره وړو مامورینو ته رشوت ورکړي.

جګپوړي افسران له شریکي ځمکو (شاملات) او د ځمکو له لانجو خبر نه دي او همدا وجه ده چې خپله دنده نه شي ترسره کولی. د همدې بې کفایتۍ له کبله، موږ وینو چې په قبایلي ضلعو او تحصلیونو کې د قبیلو ترمنځ د ځمکو پر سر شخړې زیاتې شوي دي. د ځمکو پر سر په دغو شخړو کې له دې سره سره چې په سیمه کې وسلې ټولې شوې دي، له وسلو او مهماتو کار اخیستل کېږي.

له خیبر پښتونخوا ایالت سره تازه یوځای شوې قبایلي سیمې لایقو افسرانو او ښې ادارې ته اړتیا لري چې په شاملات سیستم وپوهيږي او د ځمکو لانجې هوارولی شي. که داسې نه وي، دا ستونزه پر پراخې لانجې او په نهایت کې په کورنۍ جګړې بدلېدای شي. او باید هېره نه کړو چې دا پر اسلام اباد او کراچۍ هم بې اغېزې نه پاتې کېږي، چې ډېر شمېر پښتانه پکې اوسي.

مهمه ده چې د عوایدو (درامد) او ځمکو ریکارډ ولرو. د دې لپاره داسې لایقو او باکفایته افسرانو ته اړتیا ده چې د ځمکو او عوایدو پر سیستم پوهېږي.

ډېر خلک دا نه درک کوي چې کړکېچ ځپلې سیمې د پرمختیايي چارو، حکومتولۍ، او عدالت ته د رسېدو په برخو کې لومړیتوب ته اړتیا لري. که دا کار ونه شي، سوله به نه یوازې په سرحدي سیمو کې بلکې په نور پاکستان کې ناشونې وي.

دا د لیکوالې رسمي ټویټرپاڼه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب