Home+فضل حق فاروقي هم(IPL) کې چینای لوبډلې سره یوځای شو

فضل حق فاروقي هم(IPL) کې چینای لوبډلې سره یوځای شو

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۵ )  چينای سوپرکېنګ لوبډلې راتلونکي آی پي اېل سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکی فضل حق فاروقي هم خپل نوملړ کې شامل کړ.

یادې لوبډلې ویلي، فضل حق فاروقي به له دوی سره د نېټ بالر په توګه پاتې شي.

افغان ځوان لوبغاړی فضل حق فاروقي،چې  څو ورځې وړاندې د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه دا دویم ځل دی چې د هند په غوره لیګ لوبو کې

د نېټ بالر په توګه اخیستل کېږي.

افغان کرکټ بورډ د فضل حق فاروقي په اړه لیکلي :« فضل حق فاروقي نن هند ته لاړ، چېرته چې به ای پي ایل کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه یو ځای شي.»

د معلوماتو له مخې فاروقي به په چیناي سوپرکینګ لوبډله کې د جنوبي افریقا د تېز باولر هاردوس ویلجوین ځای ونیسي.

فاروقي، چې کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی تراوسه په ۱۲ لومړی درجه سیالیو کې لوبېدلی او ۲۲ لوبغاړي یې سوځولي دي.

نوموړی تېر کال د کنګز الیون پنجاب لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه و.

د فاروقي ترڅنګ  سږکال هم درې نور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن د سنرایزر حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...