دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ښاروالۍ ښاري بسونو فعالیت پيل کړ

کابل کې د ښاروالۍ ښاري بسونو فعالیت پيل کړ

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۵) کابل ښار کې د ښاروالۍ ۲۰۰ نویو ښاري بسونو د تراسپورتي اسانتیاوو په موخه فعالیت پیل کړ.

د کابل ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کابل ښار کې د ښاروالۍ ۲۰۰ ښاري بسونو د ښاروالۍ لخوا تر څلورو میاشتو تخنیکي او مسلکي څېړنو وروسته نن په ازمایښتي ډول د احمد شاه بابا مینې (کارته نو) په ۱۶ لارو کې، فعالت پيل کړی دی.

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی وايي، دا بسونه یې د ښاري نظم، د ګڼې ګوڼې له منځه وړلو او د یو ښه چاپېریال رامنځته کېدو په موخه وړاندې کړي دي.

د کابل ښاروالي دغه راز وايي، دغه ښاري بسونه یې له آی سي بس معتبرې کمپنۍ پېرلي چې په یو وخت کې د ۳۰ مسافرو د انتقال ظرفیت لري.

د ښاروالي د معلوماتو له مخې، دغه بسونه به له پنځو ترمینلونو او ۲۶۴ تمځایونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاریانو د سهولت په موخه فعالیت کوي، چې ټول تمځایونه یې د ښاروالۍ لخوا په ښه ډول جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کابل ښار کې ورته ملي بسونه فعال شوي وو خو د ناسم مدیریت له کبله یې چارې ټکنۍ او بلاخره بیخي له منځه لاړه.

ښاریان تمه لري چې دا بسونه به د تراسپورتي ستونزو او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي خو له حکومته غواړي څو دې برخه کې د یو منظم سیستم له لارې پر مخ لاړ شي.

1 COMMENT

  1. به چشم مردم خاک زدن و ابقا یی چندر روز در قدرت پر کردن جیب شاروال
    ۲۰۰ موتر هیچ مشکل مردم را حل نمیکند و الی یک سال از کار میفتد فکر کنید در کابل ۶ میلیونی کم ۳ میلیون از ۲۰۰ موتر استفاده کنند هر موتر ۱۵۰۰۰ نفر پس کلوخ ماند از آب گذشت
    رحیل کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب