دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر کونړ یو ځل بیا پاکستاني پوځیانو توغندي توغولي

پر کونړ یو ځل بیا پاکستاني پوځیانو توغندي توغولي

تاند( پنج شنبه، د حمل ۵) پاکستان یو ځل بیا پر کونړ توغندي توغولي دي.

امنیتي سرچینې وایي د دې توغندیو په پایله کې یوتن وژل شوی او یو تن بل بیا ټپي شوی دی.

سرچینې وایي دا توغندي بریدونه پنج شنبه غرمه مهال د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ شوي دي.

د کونړ ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې پاکستان تر دې  وړاندې هم د کونړ او ننګرهار پر یو شمېر سرحدي ولسوالیو ورته بریدونه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د افغان دولت له لوري د څېړلو تر خبرې وروسته یې نور بیا پوښتنه نه ده شوې.

د خلکو په باور  په دې برخه کې د افغان دولت چپ پاتې کېدل به پاکستان لا غښتلی کړی  او هر کله چې یې زړه وغواړي پر افغان خاوره توغندي راتوغوي.

که څه هم د کونړ چارواکو تر اوسه په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی خو څو ورځې وړاندې یې ویلي وو که پاکستان پر دوی برید وکړي نو باالمثله ځواب به ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب