دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: د څوکسانو ترمنځ د معاملې سوله هېڅ افغان ته د...

وحید عمر: د څوکسانو ترمنځ د معاملې سوله هېڅ افغان ته د منلو نه ده

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۵) د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویلې، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ یوازینۍ لار دا ده چې افغانان خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي.

وحید عمر وايي که طالبان سوله غواړي، تاوتریخوالی دې بند کړي تر څو د سولې په ټپه ولاړې خبرې چټکې شي.

هغه زیات کړه هغه سوله چې د څوکسانو تر منځ د معاملې پایله کې کېږي د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده.

وحید عمر وایي: « که د روسیې غونډه وي یا د ترکیې خو چې واک ته د رسېدو لپاره پکې له ټاکنو پرته بله لاره غوره کېږي، ښه پایله نه لري او افغان حکومت ته د منلو وړ نه دی.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې، افغان ځواکونه د پخوا په پرتله څو برابره پیاوړي شوي او اوسمهال نږدې ۹۸ سلنه عملیات رهبري کوي.

وحید عمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې طالبانو په وار وار له اوربند سره خپل مخالفت ښودلی خو په دې وروستیو کې یې د تاوتریخوالي کمښت یوه طرحه له امریکا سره شریکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب