دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا: امریکا په افغانستان کې د سرتېرو د حضور د...

د امریکا سنا: امریکا په افغانستان کې د سرتېرو د حضور د دوام په لټه کې ده

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۴)  د امریکا د سنا جرګې د وسلوالو خدماتو د دفاعي کمېټې مشر ادام اسمېت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته یې هم سرتېري په افغانستان کې حضور ولري.

د رویټرز اژانس د اسمېت له قوله ویلي، په وروستیو ورځو کې یې د امریکا د دفاع له وزیر او دغه راز د بایډن د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي دي.

اسمېټ ویلي، ټول په دې باور دي چې په راتلونکو ۶ اونیو کې د ۲۵۰۰ عسکرو او شاوخوا ۷ زره متحدو سرتېرو ایستل ناشونی کار دی.

هغه زیاته کړې، د بایډن اداره اوس په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د سرتېرو حضور ته زمینه برابره کړي .

د رویټرز د خبر له مخې، اسمېت دغه راز ویلي چې امریکا هڅه کوي څو دې ته لار هواره کړي چې د ځانګړو ځواکونو یوه خاصه ډله په افغانستان کې حضور ولري او د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات وکړي.

د امریکا د سنا جرګې د وسلوالو خدماتو د دفاعي کمېټې مشر آدام اسمېت دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې بایډن هم د سرتېرو د احتمالي حضور په اړه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستلو ته تر اوسه زمینه نه ده مساعده شوې.

خو طالبانو بیا د امریکایي چارواکو د دا ډول څرګندونو پر وړاندې غبرګون کې ویلي چې که امریکایي ځواکونه تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه وځي نو د دوی له سختو بریدونو سره به مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب