دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهلس کاله وروسته د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته غځېدلې لارخلاصه شوه

لس کاله وروسته د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته غځېدلې لارخلاصه شوه

تاند پنج شنبه، د حمل ۵) د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، له یوې لسیزې وروسته حصارک ولسوالۍ ته غځېدلې لار په بشپړ ډول پرانیستل شوه.

د ننګرهار په حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې د پیل شویو نظامي عملیاتو قومندان نصیر احمد ساپی وایي، دې سره د دې ولایت ۲۲ ولسوالیو ته د پلي تګ زمینه برابره شوه.

د نوموړي په خبره حصارک ولسوالۍ ته غځیدلې لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوه او اوس چارواکي، امنیتي منسوبین او خلک کولی شي په ډاډه زړه پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

حصارک او شېرزاد دوه هغه ولسوالۍ وې چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده.

د چارواکو په خبره پر یاده لاره ماینونه ځای پرځای شوي وو او وخت ناوخته به پر دې لاره وسله والې نښتې کېدې.

بل لورته بیا ځايي خلک خوښ دي چې دا لاره پرانیستل شوه خو غوښتنه کوي، چې له عملیاتو وروسته هم باید د دې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې ځای پرځای شي.

قومي مشران وایي که امنیتي پوستې ځای پرځای نه شي نو ښايي ژر بېرته دا لاره د نا امنیو له امله وتړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب