شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمسؤلین وايي، د پاشدان بند د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

مسؤلین وايي، د پاشدان بند د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

تاند (جمعه د حمل ۶) د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي د پاشدان بند ۸۵ سلنه د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي.

ددې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، پاشدان بند یو له سترو پروژو څخه ده چې اساسي چارې یې بشپړې شوي او په روان کال کې به افتتاح شي.

خبرپاڼه زیاتوي ددې بند په جوړېدو سره به د کرکېلې ۱۸ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، د ۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت به ولري او د کال به په میلیونونه ډالر عواید ولري.

د ابو د چارو د تنظیم ملي اداره په داسې مهال د پاشدان بند کارونو د ۸۵ سلنې د جوړېدو خبر ورکوي چې څو ورځې مخکې پرې وسله واله حمله شوې وه چې په پایله کې یې درې امنیتي ساتونکي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته نږدې ۲۰ کیلومتره لیرې په کرخ ولسوالۍ کې دی. د اوبو پر دې بند ۱۱۱ ملیونه ډالره لګښت راځي چې تمه ده تر درې میاشتو نورو په بند کې د اوبو د راغونډېدو چارې پيل شي.

دا بند د ۴۵ ملیونه مکعب متره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د یادونې ده چې ولسمشر غني د کمال خان د پرانیستې پر مهال د اوبو او برېښنا بندونو جوړېدو ته په اشارې وویل چې اوس تر پخوا د اوبو مدیریت ته ښه زمېنه برابره شوې ده او په وینا یې چې د افغانستان ټولې اوبه به مهار کړل شي.

ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام دا هم وویل چې نور ګاونډي هېواد ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په وینا یې چې یا به د اوبو په بدل کې تېل او یا نور توکي ورکوي.

ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

افغانان هم له مسؤلینو غوښتنه کوي چې په کور د ننه پانګونه وکړي، اوبه مهار او خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب