یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاپوهیږۍ اوښکې روغتیا ته څه ګټه رسوي؟

پوهیږۍ اوښکې روغتیا ته څه ګټه رسوي؟

تاند ( جمعه، د حمل ۶)  تاسو به ډېر لیدلي وي، کله کله انسان له ډېرې خوښۍ او یا هم د غم او خفګان پر مهال ژاړي او له سترګو یې بې اختیاره اوښکې بهېږي.

څېړوونکي وایي، دا اوښکې یو احساس دی او هم د انسان د زړه بړاس ورسره ايستل کېږي.

هالنډي ساینسپوهانوـ طب پوهانو او د هنرکارۍ یوې ډلې په ګډه سره د اوښکو په اړه څېړنه تر سره کړې او د اوښکو په اړه چې روغتیا ته څه ګټه رسولی شي، خپل ګټور معلومات راټول کړي دي.

دوی وایي، اوښکې په سترګو کې د سترګو د پردې تر شا هغه موم ــ اوبه دي چې کله د انسان پر دماغو یو څه ژور اغېز راشي، نو دا اوښکې بې اختیاره له دې پردې ووځي.

دوی وایي، د سترګو دا اوښکې څو اړخیزې روغتیایي ګټې لري.

له دماغو فشار په بشپړه توګه کمېږي.

له زړه او ذهن څخه هم بوج او نه برداشت حالت ورسره کمېږي.

جسم ورسره سپک کېږي.

همدا اوښکې د سترګو خچکي او خیری چې د ننه د سترګې په وجود کې شته، پاکوي او بهر ته یې وباسي.

د زړه د تنګون په حالت کې زړه ته ډاډ او تسلي ورکوي.

د دغو څېړوونکو په باور، کله چې موږ وژاړو، نو زړه مو هم یو څه د ارام احساس کوي او دا حالت په بشپړ ډول زړه ته ګټه رسوي.

دوی زیاتوي، په دې توګه د زړه د ناروغیو ــ زړه تنګون ــ زړه بړسوب مخه هم نیسي.

څېړوونکي وایي، که موږ تاسو په زور سره ــ په لوړ غږ ژاړو نو دا حالت د زړه د ضربان لپاره ښه تمامېږي، خو که بیخي زیات او په لوړ غږ سره ژاړو، نو دا بیا د روغتیا لپاره زیان اړوونکی حالت دی.

له سترګو د دې اوښکو بهيدل په خپله د سترګو د روڼوالي، پاکوالي او ښکلا لپاره هم مثبت تمامېږي.

څېړوونکو په دغه وروستۍ څېړنه کې دا هم موندلی چې تاسو پورته ځانګړنې هغه مهال لرلی شي، چې د یو څه ــ یو حالت په ليدو سره تاسو متأثره شئ. یعنې یو څه درباندې اغېز وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب