جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګو کې دوه موټر بمونه موخې ته له رسېدو وړاندې له...

میدان وردګو کې دوه موټر بمونه موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي

تاند ( جمعه، د کب ۲۲ ) کورنیو چارو وزارت میدان وردګو ولایت کې د دوو موټر بمونو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وایي، هغه دوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د دوو موټر بمونو په واسطه د میدان وردګو ولایت مرکز کې د ځانګړو پولیسو پر قومندانۍ برید وکړي موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې دا کسان هدف ته تر رسېدو مخکې وپېژندل او وژل شول.

کورنیو چارو وزارت دغه راز وایي چې دې پېښه کې د ځانګړو ځواکونو یو غړی هم ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسلوالو طالبانو له لوري د دا ډول موټر بمونو په تر سره کولو سره تر ډېره عام وګړو ته هم د مرګ ژوبلې تر څنګ ستر مالي زیانونه اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب