پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د فاطمه عزیز په مړینه خواشیني وښوده

ولسمشر غني د فاطمه عزیز په مړینه خواشیني وښوده

تاند (جمعه د حوت ۲۲) په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې فاطمه عزیز په سویس هېواد کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس، قادر ځاځی تاییدوي چې په یاده جرګه کې د کندوز د خلکو استازې، فاطمه عزیز د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې. ویل کیږي چې نوموړې په سرطان ناروغۍ اخته وه او له هېواده بهر تر درملنې لاندې وه.

د مېرمن عزیز کورنۍ هم د هغې مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړي پرون پنجشنبه مړه شوې ده.

فاطمه عزیز په ۱۳۵۲ کال په کندز کې زېږېدلې وه او د طب د نسايي ولادي برخه کې یې لوړې زده کړې کړې وې.

ولسمشر غني د فاطمې عزیز مړینه یوه لویه تشه بللې او خواشیني یې پرې ښکاره کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې نوموړې په ټول ژوند کې خلکو ته خدمت کړی او د طب په برخه کې یې خدمتونه کړي دي.

د ولسمشر غني په وینا چې فاطمه عزیز د کندز د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو رسا غږ و، او تل یې د هغوی له حقوقو دفاع کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب