چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې د کمپيوټري تذکرو وېش د بحران په لور روان...

په غزني کې د کمپيوټري تذکرو وېش د بحران په لور روان دی

تاند — د غزني اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د کمپیوټري تذکرو دوه مرکزونه فعال دي چې یوازې یو کس په کې پښتون او یو تاجک افغان دی.

د غزني یوه اوسېدونکي امان اندړ له تاند سره په خبرو کې وویل، په غزني کې هزاره کارکوونکي له پښتنو مراجعینو سره ناوړه چلند کوي.

ښاغلي اندړ وویل، «مشکل دوه ځایه ده هم په پښتنو مراجعینو کې او هم په کارمندانو کې؛ هغه هزاره کارمندان زیات په پښتو نه پوهیږي او د تذکرې فورمونه ټول فارسي دي، کله چې پښتون ورشي د فورم ډکولو وخت کې زیات مشکلات ورته پیداکېږي چې هغه مشکل هزاره نشې ورته حل کولای او په خبره نه سره پوهیږي ځکه زیاتره مراجعین یې د پښتنو ولسوالیو دي. دوهم مشکل په کارمندانو کې ده چې ډیر زیات تعصبي چلند کوي.»

د احمد ژمن په نامه یوه بل کس وویل، د تذکرې اخیستلو لپاره ورغی، خو دومره یې وزوراوه چې د تذکرې له اخیستلو نه یې زړه ورته تور کړ.

ښاغلي ژمن وویل، زه د تذکرې اخیستلو لپاره ورغلم، سهار نوبت کې ودرېدم، لس بجې نوبت راغی، کله چې مرکز ته داخل شوم، ‌بهانه یې وکړه چې فورم خلاص شو سبا راشه بیا نور پرینټ کوو اوس برق نشته. سبا چې ورغلم له څلور ساعته انتظار وروسته مې فورم تر لاسه کړ، فورم مې ډک کړ او بیرته مې ور وسپاره، اوس یې درې میاشتي پوره شوي دي خو هیڅ حال یې نه معلومیږي.

د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل رحمت الله اندړ وویل، هغه هم د تذکري اخیستو لپاره ورغلي و فورم یې ډک کړي و دوه میاشتي تیري شوي چې تر اوسه یې هیڅ درک نه دی معلوم.‌

اندړ وایي چې زما زیاتره د پوهنتون هزاره او د کورس هزاره ملګري خپله تذکره په څلور پنځه شپو کې اخلي خو د پښتون او تاجک لپاره بیا په میاشتو میاشتو نوبت نه ورسیږي.

د اندړو ولسوالي د سلطان شهاب الدین لیسې استاد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، هغه ښار ته د کمپیوټري تذکري د اخیستلو لپاره تللی و هغه ته یې ویلي و چې دلته نذکره اخیستل بند دي لاړ شه کابل کې یې واخله حال دا چې هره ورځ تر پنځه سوه زیات هزاره ګان تذکرې اخلي.

د ریدي ګل رحماني په نوم د غزني یوه اوسېدونکي وویل، «ما چي کله تذکره جوړوله او د بایومتریک ورځ راورسیده زنګ یی راته ووهل چي سهار ۹ بجی ستا د بایومتریک نوبت ده خو چي ورغلم تر ۱۲ بجو نوبت رانه کړل سو، آمر ته یی ورغلم چي ولی داسی کیږي؟ د نورو خلکو بایومترک کیږی زه له زه له سهار تر اوسه انتطار یم ماته په دی خاطر نوبت نه راکول کیږی چی پښتون یم؟ هغه یو کس راوغوښت وای د دی نفر کار خلاص کړه.»

رحماني وویل،‌ «ګومان کوم د هماهنګۍ په نامه دفتر وه هغه می فورمی راواخیستی یوه بل دفتر ته یی بوتلم چی ورغلم هغه کارمند ته، یوه فورمه هم نه وه وای ته بیرون انتظار وکړه موږ درته غږ کوو ساعت وروسته ورغلم مال ولی یی دومره وخت ونیول وای نوبت تو نه رسیده ما ویل ما چی فورمه راوړه خو یو فورمه هم نه وه درته اوس ولی دا ټولی فورمی ترما مخکی دی، بل کس راجګ سو وای برادر کمی انتظار بکش نوبتت میرسه وروسته بیا ورغلم وای اینه نوبت تو رسید اما سیستم کار نه میکنه تر لسو دقیقو ورته ناست وم وای رخصتی شد سیستم خراب است فردا بیا،»

ریدي ګل رحماني وویل، «خلاصه سبا ورځ می هم تر دولسو بجو ایله دبایومترک نوبت راغی چی خلاص سو یوی بلې شعبی ته ته یی ولیږلم وای ورشه چی اسناد دی چیک کړی هلته چی ورغلم یوه هزاره ورور رانه فورمه واخیسته وای سبا بیا مال دیو تذکری لپاره دری ورځی راتلل دا نو اوس کوم قانون ده ولی دوګونی چلند کوی په خوا کي ناست بل کس ګمان کوم تاجک وه راته وویی ویل وای راشه وروره زه یی اوس درته خلاصوم هماغه کار وکړه او لیږ د انسانیت او اخلاق یی وکړو.»

ویل کیږي حکومت پلان لري چې په نژدې راتلونکي کې په غزني کې انتخابات وکړي او کیدی شي چې د انتخاباتو لپاره رایې د کمپیوټري تذکرو له لارې واچول شي، له دې امله هڅې کېږي چې پښتنو ته د کمپيوټري تذکرو د وېش مخه ونیول شي او یو ځل بیا ولسي جرګې ته غیرپښتانه وکیلان بریالي شي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب