چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهقطر په مسکو کې د افغان سولې په هکله د جوړېدونکي کنفرانس...

قطر په مسکو کې د افغان سولې په هکله د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی وکړ

تاند (جمعه د حوت ۲۲) قطر په مسکو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د راروان کنفرانس د جوړېدو هرکلی وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دوحه کې له خپل روسي او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د قطر او روسیې ترمنځ منظم تماسونه او همغږي شته.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د سولې نورو غونډو ته په دوحه کې د سولې له پیل شوي بهیر سره د سیالۍ په سترګه نه ‌ګوري.

ال ثاني وویل چې برعکس دا ډول غونډې د قطر د خبرو پر بنسټ د سولې پروسه لا پیاوړې کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یادونه وکړه چې د دوحې او مسکو اړیکې، د سیمې د ټولو مسایلو په برخه کې پر اعتماد او شفافیت ولاړې دي.

قطر په داسې مهال په مسکو کې د بین الافغاني مذاکراتو د جوړېدو هرکلی کوي چې ټاکل شوې د روانې حوت میاشتې په ۲۸مه په یاد هېواد کې د افغان سولې په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب