جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهد زوکړې د ورځې په ډالۍ کې د کاناډایۍ ښځې جالبه غوښتنه

د زوکړې د ورځې په ډالۍ کې د کاناډایۍ ښځې جالبه غوښتنه

تاند ( جمعه، د کب ۲۲)  راوپورنه وایي، یوې کاناډایۍ ښځې د زوکړې یا کالیزې په ورځ په ډالۍ کې د کرونا ضد واکسین غوښتنه کړې ده.

دغې مېرمنې د خپل ژوند د ۹۴ یمې کالیزې په وخت کې د خپل کور په دروازه لیکي چې په ډالۍ کې دې ورته د کرونا ضد واکسین ډالۍ کړل شي.

د یوه شخص لپاره تر ټولو خوندوره ورځ د زوکړې ورځ وي، خلک ورته رنګا رنګ ډالۍ راوړي او په مینه یې اخلي خو دې کاناډایي میرمنې هغه وخت خلک حیران کړل کله یې چې دا جالبه غوښتنه وکړه.

د راپورونو له مخې، ۹۴ کلنې میرن نینا راکټ د خپلې کالیزې په پار جوړ شویو مراسمو کې د کرونا وایروس د واکسین ډالۍ غوښتنه کړې ده.

د هغې د لور مارګریټ په وینا، د کرونا واکسین نه شته نو مور یې دغه لیک وکړ او په دروازه یې ولګوه.

هغې د کور په دروازه لیکلي، ټول هغه عمر خوړلي خلک چې کمزوري شوي د کرونا واکسینو کمپیاین دې وکړي په کورونو دې بینرونه ولګوي تر څو ورته په کورونو کې د کرونا واکسین ورسیږي او وژغورل شي.

د یادونې وړ ده چې دا د هغه مهال پېښه وه، کله چې کاناډا کې د کرونا واکسین نه وو برابر شوي خو له اروپایي هیوادونو څخه یې د اخیستلو تړونونه ترلاسه کړي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب