Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا د ټیک ټاک کاریال د بندولو امر وکړ

پاکستان یو ځل بیا د ټیک ټاک کاریال د بندولو امر وکړ

تاند ( جمعه، د کب ۲۲ ) د پاکستان د مخابراتو ادارې د ټیک ټاک کاریال د بندولو امر کړی دی.

دغې ادارې پرون پنجشنبه دا پرېکړه د یوې محکمې د حکم په اساس اعلان کړې ده.

محکمې ویلي چې یاد کاریال یې د غیری اخلاقي او ناوړه ویډیوګانو د خپرولو په تور بند کړی دی.

د رویټر اژانس د خبر له مخې د پاکستان یوې محکمې د پاکستان د مخابراتو ادارې څخه غوښتي چې ټیک ټاک ته لاسرسی بند کړي.

خو په پاکستان کې د ټیک ټاک کاریال یو استازي ویلي چې په سیستم کې د نا مناسبو محتویاتو د خپریدو د مخنیوي لپاره قوي فلترونه لري او د غیرې اخلاقي ویډیوګانو تورونه یې بې بنسټه بللي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د تیر کال په اکتوبر میاشت کې هم د ټیک ټاک کاریال نه استفاده کول منع کړي وو، خو وروسته له هغې چې دغه شرکت د ناوړه ویډیوګانو د خپرونکو د حسابونو د بندولو ژمنه وکړه، بیرته یې ورته د فعالیت اجازه ورکړه.

د ټیک ټاک کاریال د چینایي بیټي ډانس ډلې پورې اړه لري چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کارونکي لري.

دغه اپلکیشن په زیات شمیر هیوادونو کې د نظر له اختلافونو سره مخامخ شوی او د ځنې هیوادونو مقامات اندیښمن دي چې دغه کاریال د کارونکو معلومات د چین له حکومت سره شریکوي خو ټیک ټاک بیا دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

افغانستان کې هم دې وروستیو کې یو شمېر ځوانانو د ټیک ټاک کاریال څخه ګټنې ته مخه کړې او ډیری ځوانان یې د ساعت تیرۍ په موخه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...